د لاسرسي ځای

مصطفا خان ترین وایې د ده په ګډون، بلوچستان حکومت پر سمه لار روان دی او په یوه کال کې ښې لاسته راوړنې لري.

اورېدونکیو! د نن مشال مرکه له بلوچستانه زموږ همکار نیازموساخېل راوړېده. په دې کې نوموړي له قبایلي او سیاسي شخصیت سردار مصطفا خان ترین سره د هغه پر سیاسي، قبایلي او ټولنیز ژوند خبرې کړې دي.

له مصطفا خان ترین سره بشپړه مرکه دلته په دغه لینک کې اورېدلی شی.

مصطفا خان ترین د بلوچستان پښین ضلعې د ترین قبیلې سردار، د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو صوبایي مشر او د بلوچستان په حکومت کې د بلدیاتو (ښاروالۍ) وزیر دی.

مصطفا خان ترین وایې چې سیاست د ولس د خدمت لپاره کوي. د ده په خبره، که په بل ژوند هم ولري نو وبه غواړي چې سیاستوال جوړ شي، ولي چې د ده په وېنا، په دغه طریقه د ولس کارونه اوخدمتونه په ښه توګه کېدلای شي. دی وایي چې روایتي سردار یا قبایلي مشر نه دی چې د نجونو او هلکانو د تعلیم مخالفت به کوي او یا به پر بې وزلو ظلم او تېری کوي، بلکې د ده په اند، قبایلي مشرتوب یې د پلار اونیکه میراث دی او له هغې زمانې یې کورنۍ د خلکو خدمت کړی دی. دی چېلنج هم ورکوي چې د دغ پخلی د پښین له اوسېدونکیو کېدای شي.

مصطفا خان ترین دا مني چې دی خپله په تعلیم کې ډېر کمزوری وو او زدکړې یې یوازې تر ۱۲م (انټرمېډیېټ) پورې کړېدي خو دی ډېر ارمان لري چې د کور او سیمي بچیان یې ښه او غوره تعلیم وکړي. دی په خاصه توګه د هغه وخت د پښین سرکاري هایي سکول نوم اخلي چې منلي اونامتو کسان ورڅخه وتلې دي،خو ده هیڅ ګټه نه کړه ورڅخه ترلاسه.

مصطفا خان ترین وایې د ده په ګډون، بلوچستان حکومت پر سمه لار روان دی او په یوه کال کې ښې لاسته راوړنې لري. په دغه اړه دی په ځانګړې توګه د پښتو په ګډون،مورنۍ ژبې د نصاب برخه ګرځول،پر ښځو د تشدد په خلاف قانون سازي،د امن و امان په حالاتو کې د بهتري اړخونه بیانوي.

ترین مخته وایې چې ترکییې او سري لنکا په ګډون د نړۍ ګڼ هېوادونه یې کتلي دي،خو د پښتون وطن تعلیمي شرح تر هر وطن او هرې سیمې ډېره ښاته ورته ښکاره شوه.دی په دغه اړه د سري لنکا مثال ورکوي چري چې د ده په وېنا،د تعلیم شرح ۱۰۰ فیصده ده،خو د ده په وطن کې د سکول زده کوونکی د ګوله ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره په مزدورۍ اوخوارۍ لګیا وي.

ترین د مشال رېډیو دا پوښتنه البته نه مني چې ګوا کې د بلوچستان اسمبلۍ هر غړي ته ځانګړې تعلیمي اوطبي بودیجې (سکالرشپ او میډیکل فنډ) کې دي ګوا کې درغلي او زیاتوب شوی وي. دی وایي چې د تعلیمي او طبي فنډ غوښتونکي بیخي زیات وو، خو بیا هم دوي پوره هڅه کړې وه چې وېش یې پر مېرټ او انصاف وشي.د ترین سپیناوی پر خپل ځای،خو د بلوچستان زیاتره خلک لا هم په دغه اړه مدللې او څرګندې نیوکې لري.

XS
SM
MD
LG