د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني د انتخابي نتیجو په باب ځان خوندي بولي


که څه هم د ټاکنو پلټنه مکمله شوې ده خو د افغانستان انتخاباتو خپلواک کميشن لا هم نتيجې اعلان کړي ندي.

د افغانستان ولسمشری کانديد ډاکټر اشرف غني خوشبيني ښودلې چې د خبرو اترو له لاري به سياسي کړکيچ له منځه ولاړ شي. البته نوموړي په ډاګه کړه چې پر اساسي قانون به هېڅ ډول سودا ونکړي.

په افغانستان کې د انتخاباتو پر نتيجو او د ملي حکومت د جوړولو پر سر د ولسمشری د کانديدانو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافات دي.

نيويارک ټايمز ليکي، د افغان ولسمشرۍ کانديد اشرف غني د انتخابي نتيجو په اړه ځان ډير خوندي ويني هم دا وجه ده چې د چارشنبې په ورځ يې د نوي حکومت کړه وړه له خپلو ملاتړ و سره شريک کړل.

ورځپاڼه زياتوي، ډاکټر اشرف غني پخپله وينا کې وويل چې پر اساسي قانون به هيڅ ډول معامله و نکړي البته خبرو اتر ته به دوام ورکړي او ده په دې اړه يې خوشبيني و ښودله.

نوموړي هيله دا هيله څرګنده کړه چې په يوه اوونۍ کې دننه به افغانستان نوی حکومت ولري.

ورځپاڼه ليکي د سه شنبې او چارشنبې په ورځ د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ هيڅ ډول ملاقات و نشو او د اشرف غني په وينا عبد الله عبدالله د سه شنبې په ورځ د احمد شاه مسعود د تلين په مراسمو کې د ګډون لپاره پنجشير ته ولاړی.

ورځپاڼه وايې د دواړو ترمنځ اختلاف د اجرايې ريس پر اختياراتو دی. عبدالله عبدالله غواړي د کابينې پر غړو انتظامي واک ولري خو د اشرف غني ډله وايې دا د اساسي قانون ضد او د ولسمشر واک صلب کول دي.

که څه هم د ټاکنو پلټنه مکمله شوې ده خو د افغانستان انتخاباتو خپلواک کميشن لا هم نتيجې اعلان کړي ندي.

نيويارک ټايمز وايې، ټول څارونکي تمع لري چې اشرف غني به ښايې د ولسمشر ټاکني وګټي خو د ډاکټر عبدالله عبدالله ډله نه يوازي انتخابات له درغليو ډک بولي بلکه تور لګوي چې د رايو پلټني شفافي نه وې.

خو ډاکټر اشرف غني وايې، د انتخاباتو نتيجې اعلانول يوازنۍ لاره ده چې پر ځای ولاړ سياسي حالت بدل کړي.

نوموړي زياته کړه غواړي چې ملي حکومت جوړ شي خو هيڅ ډول سودا بازي به ونکړي بلکه هر څه به د اساسي قانون پر اساس وي

XS
SM
MD
LG