د لاسرسي ځای

'حق راکړئ کنه نو افغانستان ته اوړو'


'زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې موږ دې خپلو سيمو ته واپس بوځي او که دا نه وي نو موږ ته دې برابر حقونه راکړي، ګنې نو بيا دې موږ ته د تورخم لار خلاصه کړي چې افغانستان ته ولاړ شو'

د پښتونخوا مرکز پېښور کې نن «زیارت ورځ» د باجوړ، مومندو، کورمې او خېبر ايجنسې څخه د ناامنۍ له وجې بې کوره کړل وو کډوالو د خپلو غوښتنو په حق کې له پېښور پرېس کلبه تر خيبر پښتونخوا ګورنر کوره احتجاجي لاريون وکړ او بيا یې پر جيل سړک احتجاجي ناسته پيل کړه.

د احتجاجي لاريون مشر د فاټا تحريک متاثرين چيرمين اقبال اپرېدي مشال ريډيو ته وويل چې د باجوړ، مومندو، کورمې او خېبر ايجنسې بې کوره کړل شوي کډوال به د خپلو حقونو تر لاسه کولو پورې احتجاجي تحريک ته دوام ورکوي:

"له موږ سره چې تر اوسه حکومتي چارواکو کومې وعدې کړې دي نو يوه پکې هم نه ده پوره شوې، زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې موږ دې خپلو سيمو ته واپس بوځي او که دا نه وي نو موږ ته دې برابر حقونه راکړي، ګنې نو بيا دې موږ ته د تورخم لار خلاصه کړي چې افغانستان ته ولاړ شو"

په دغه لاریون کې مل د خيبر ايجنسې برکمبر خېل یوه کډوال خيال جان مشال راډيو ته وویل،

«په ۲۰۰۹ کال کې حکومت موږ ته وويل چې سيمه خالي کړئ، له هغې راهیسې موږ په کيمپ کې اوسيږو زموږ ماشومان بې تعليمه پاتې شول، څۀ روزګار مو نشته چې کوم خوراکي توکي راته راکولې کيږي هغه کم هم وي او د خوراک قابل هم نه وي زه د حکموت څخه درخواست کوم چې موږ د خپلې سيمې ته بوځي او يا دلته خپل حق پوره راکړئ»

احتجاج ته راغلې د مومندو ايجنسې ګل محمد د خپلو ستونځو په اړه وويل" چې دی له شپږو کالو راهیسې د بې کورۍ ژوند تېروي او د دوی په سيمه کې زياتره کورونو کې ايف سي والا دېره دي. زياتره کورونه وران شوي دي او پټي يې شاړ شوي دي او اوس د باجوړ او مومندو په متاثرينو باندې امدادي سامان هم بند کړل شوی دی او دا له دوی سره ښکاره ظلم دی"

د باجوړ، موندو، کورمې او خېبر ايجنسې څخه بې کوره کړل شوي کډوال له دوو مياشتو راهیسې د خپلو غوښتنو په حق کې د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي کېمپ لګولی دی او اوس يې دغه احتجاجي ناسته د خېبر پښتونخوا ګورنر کور مخې ته پېل کړې.

XS
SM
MD
LG