د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري د اسلامي دولت وسله والو پر ضد ملاتړ راټولوي


د امريکا بهرنو چارو وزير جان کېري
د امريکا بهرنو چارو وزير جان کېري

د امريکا بهرنو چارو وزير جان کېري به د منځني ختيځ سفر پر مهال په سعودي عرب کې د عرب هېوادونو او د ترکيې بهرنو چارو وزيرانو سره ګوري چې مقصد يې اسلامي دولت وسله والې ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره پوځي، سياسي او مالي ملاتړ جوړول دي.

دا غونډه نن په جده کې په داسې حال کې کېږي چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما تېره ورځ په عراق او شام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر وړاندې د بې رحمه کمپاین پیلولو هوډ وکړ، دغه ډله د عراق او شام پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لري.

د يوه امريکايي چارواکي له قوله ويل شوي چې جان کېري به د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد په هوايي بريدونو کې د همکارۍ او دغې ډلې ته د پيسو مخنيوي لپاره د اقداماتو کولو په باب خبرې وکړي.

جان کېري پرون د شورو ورځ په بغداد کې عراق د اسلامي دولت وسلوالې ډلې پر ضد جنګ کې مهم ملګری ګرځولی او ويلې و چې نړۍواله ټولنه د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرمختګ ته غلي نشي کتلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG