د لاسرسي ځای

'اسلامي دولت په عراق او شام دواړو کې په نښه کوو'


د امریکا ولسمشر باراک اوباما

د امریکا ولسمشر باراک اوباما

امریکايي ولسمشر باراک اوباما وویل، چې، اسلامي دولت وسله واله ډله نه اسلامي ده او نه دولت، بلکې دا یوه ترهګره ډله ده

امریکايي ولسمشر باراک اوباما نن سهاروختي«زیارت ورځ» په ټیليويژني وینا کې وویل، په عراق او شام کې اسلامي دولت وسله واله ډله امریکا ته ګواښ ولاړوي او همدا لامل دی چې د ده حکومت پرېکړه کړې ده چې د دې ډلې پر ضد عملیات وکړي.

ده وویل، اسلامي دولت وسله واله ډله نه اسلامي ده او نه دولت، بلکې دا یوه ترهګره ډله ده:

«زه به دوه خبرې سپینې وکړم. په عراق او شام کې د اسلامي دولت وسله واله ډله اسلامي نه ده. هېڅ مذهب د بېګناه خلکو د وژنې اجازه نه ورکوي او د اسلامي دولت ډلې زیاتره ښکار شوي کسان مسلمانان دي. همداراز، دا ډله په هېڅ صورت دولت هم نه دی. دا ډله پخوا په عراق کې د القاعدې ملګرې وه چې له فرقه ییز تاوتریخوالي او کورنۍ جګړې یې ګټه واخیسته چې د عراق او شام د پولې دواړو خواوو ته خاوره ونیسي. هېڅ هېواد یا هغه خلک چې دې ډلې تر خپل واک لاندې راوستي دي، په عراق او شام کې د اسلامي دولت وسله واله ډله په رسمیت نه پېژني. دا یو ترهګر سازمان دی.»

د خپلې وینا پر مهال اوباما وویل، عراق ته به ۴۷۵ اضافي امریکايي سرتېري واستوي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د عراقیو او کردیو سرتېرو مرسته وکړي خو دا یې واضحه کړه چې امریکايي سرتېري به د عراق پر خاوره په جګړه کې برخه نه اخلي.

اوباما وویل، که ضرورت شو نو په شام کې به هم د اسلامي دولت ډلې پر ضد عملیات کوي:

«ما دا خبره مخکې هم واضحه کړې ده چې ترهګر چې زموږ هېواد ګواښي، نو هغوی که هر چېرې وي، موږ به یې وژنو. د دې مانا دا ده چې زه به د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد په شام او په عراق کې له ګام اخیستو شا ته نشم. دا زما د ولسمشرۍ غوره اصل دی چې که څوک امریکا ګواښي، هغه به هېڅ ځای پټنځی پیدا نه کړای شي.»

د اوباما د وینا په اړه مې په امریکا کې د سیاسي چارو له شنونکي ډاکتر محمد تقي پوښتنه وکړه چې د دې وینا په رڼا کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد عملیات به په افغانستان کې د القاعده پر ضد له جګړې څومره مختلف وي.

ډاکتر تقي وايي، دا تګلاره د افغانستان له تګلارې ځکه هم مختلفه نه ښکاري چې پکې بیا د شام بشارالاسد ضد یاغیانو د روزلو لپاره له سعودي عربه غوښتنه شوې ده.

نوموړی وايي، سعودي عرب او ځینو نورو خلیجي عربي هېوادونو د افغانستان د وسله والو په روزنه او د هغه هېواد په بې ثباته کولو کې رول لوبولی وو.

«د اسلامي دولت پر وړاندې چې کومه تګلاره هغوی روښانه کړې، زما په اند دا دومره زوروره تګلاره نه ده، دوی وايي، چې په سوریا کې د بشر الاسد خلاف پاڅونکو ته د روزنې او مرستې لپاره به یوه ټلواله جوړوي، او د اسد ضد مخالفینو ته به روزنه په سعودي عرب کې ورکول کېږي. دا په خپل ځای کې یو لوی تضاد پیدا کوي. دغه ډول پالیسي امریکا د افغانستان په باب هم لرلې، د ولسمشر کلنټن همدغه تګلاره وه او په افغانستان کې یې د القاعده مشر اسامه بن لادن خلاف میزایلي بریدونه کړي ول. او دا اوسني تګلاره هم له پخوانۍ هاغې مختلیفه نه ښکاري»

ډاکتر تقي زیاتوي، د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر وړاندې د مبارزې کولو په اړه د اوباما وینا له عراق سره د امریکا د ژمنتیا په اړه هم پوښتنې پیدا کوي ځکه چې دا لا روښانه نه ده چې نړیواله ټولنه به په دې جګړه کې د افغانستان د جګړې په څېر ورسره یو ځای ودرېږي او که نه؟

XS
SM
MD
LG