د لاسرسي ځای

ټاکل شوې ده چې د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج نن (چارشنبه) کابل ته ولاړه شي.دا د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د هغې لومړی سفر دی چې افغانستان ته یې کوي.

ټاکل شوې ده چې د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج نن (چارشنبه) کابل ته ولاړه شي.دا د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د هغې لومړی سفر دی چې افغانستان ته یې کوي.

د هندي رسنیو په وینا، سواراج به له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري او له افغانستان سره به د هند د دفاعي مرستو په باره کې خبرې وکړي. سواراج تر خپل سفر وړاندې ویلي ول، چې افغانستان کې که هر یو (عبدالله عبدالله یا اشرف غني) ولسمشر کېږي، هند به ورسره کار او همکاري کوي.

هند دا مهال د افغانستان په بیا رغونه او مرسته کې دوه بیلیون ډالر پانګونه کړې ده، او ګن افغان پوځي افسران یې روزلي دي.

سورارج تر تلو مخکې وویل،“له افغانستان سره یې ډېره لرغونې خپلوي ده “

افغانستان له هنده غواړي چې؛ د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په پوځي ډګر کې مرسته ورسره وکړي او حامد کرزي نوي ډیلي ته په پوځي برخه کې د مرستو لپاره یو لست هم سپارلی دی.

XS
SM
MD
LG