د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډیلی او کابل دې د پاکستان مېشتو وسله والو ډلو خلاف یو موټی شي


اوس دا مسله یوازې د افغانستان هغه نه ده. اوس مسله اصلاً د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات ده او په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې له فعالیتونو د دې خطر اندازه لګېدای شي.

په فارن پالیسي مجله کې، په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي لیکي، افغانستان او هند له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې د مېشتو سختدریځه او ترهګرو ډلو په نښه دي. دا ډلې په بېلا بېلو نومونو کار کوي، خو مقصد یې یو دی او هغه دا چې دواړه هېوادونه او ټوله سیمه بې ثباته کړي.

ابدالي لیکي، دا ښکاره خبره ده چې دا وسله والې ډلې په پاکستان کې ساتل کېږي او ورته وسله ورکول کېږي. که څه هم دې ډلو پر هند حملې کړې دي، لکه په ۲۰۰۸ز کال کې د ممبۍ حملې، خو دا ډلې په مستقیمه توګه له هند سره د جنګېدو وړتیا نه لري. اوس دې وسله والو ډلو د افغانستان له لارې د سیمې د بې ثباته کولو غیر مستقیمه لار خپله کړې ده.

په لیکنه کې راغلي، په تېرو ۱۳ کلونو کې بېلا بېلې وسله والې ډلې چې د طالبانو تر نوم لاندې کار کوي، په افغانستان کې بریدونه کوي، بېګناه خلک وژني او په ځانمرګو حملو، د سړک غاړې بمونو او نورو لارو افغان امنیتي ځواکونه په نښه کوي. د دې ډلو دا هڅه ده چې په افغانستان کې د یوې لسیزې ډیموکراټیک پرمختګونه مات کړي چې پخپله په هېواد کې پښه ټینګه کړي.

ابدالي وايي، که دې وسله والو ته اجازه ورکړل شوه نو دوی به په افغانستان کې نړیوالو وسله والو ته ځای ورکړي چې هغوی سیمه وګواښي. لکه څو ورځې مخکې د القاعده مشر ایمن الظواهري ویډیو خپره شوه. په ویډیو کې ظواهري په هند کې د القاعده د څانګې پرانیستو اعلان وکړ او د افغان طالبانو له مشر ملا عمر سره یې خپله وفاداري او تړاو څرګند کړ.

د لیکوال په خبره، له دې هغه خبره ثابتېږي چې افغان چارواکو له مودو راهیسې کوله او هغه دا چې که څه هم طالبان او القاعده جلا ډلې دي، او کېدای شي چې له یو بله جلا خپل کارونه وکړي، خو دوی د یو ډول نظریاتي موخو تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

په هند کې د افغانستان سفیر وايي، افغانستان له ۲۰۰۱ز کال راهیسې ټولو ګاونډيو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکاوه چې وسله والې ډلې په پاکستان کې مېشتې دي، هلته پټنځایونه لري او د پاکستان دولتي عناصر یې لارښوونه او ملاتړ کوي او دا هر څه د سیمې د سولې او ثبات لپاره یو باوري خطر دی.

ابدالي لیکي، دا ځل دوی بیا خپلو ګاونډیو هېوادونو، په تېره بیا هند، روسیې او چین ته وايي چې د دوی خبرداری دې نه نظر اندازه کوي ځکه چې اوس دا مسله یوازې د افغانستان هغه نه ده. اوس مسله اصلاً د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات ده او په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې له فعالیتونو د دې خطر اندازه لګېدای شي.

د ده په اند، په ۲۰۱۱ز کال کې افغانستان او هند د دواړو هېوادونو امنیت ته د ګواښونو په ځواب کې د سټراټيژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ. ولسمشر حامد کرزي په بیا بیا هند ته سفر وکړ او هر ځل یې له هندیو چارواکو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.

په دې تناظر کې، شیدا محمد ابدالي لیکي، افغانان له هنده غوښتنه کوي چې سیمې ته د خطر او ګواښونو ارزونه وکړي.

دی زیاتوي، په دې لړ کې دا مهمه ده چې هند، په تېرو درو کلونو کې، د سټراټیژیک تړون تر مخه شوې د مرستو ژمنې عملي کړي او هغوی ته ترجیح ورکړي ځکه چې دا کار د دواړو هېوادونو د لنډمهاله او اوږدمهاله ګټو لپاره اړین دی.

XS
SM
MD
LG