د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې پينځه تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي


د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر نه په يوه جاري شوي خبرياڼه کې ويل شوي چې نن (سیشنبه) شاه و خوا دولس بجې د بادپښ ولسوالۍ اړوند د انګيښي په سيمه وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په پوستو بريدونه کړي چې دوه تنه سيمه ييز پوليس په کې وژل شوي.

خبرپاڼه پاڼه زياتوي، درې تنه نور سيمه ييز پوليس هغه وخت د ماين چاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې په يوه رنجر موټر کې د يادې پيښې مړي او زخميان انتقال کړي، رنجر يې د سرک د غاړې په ماين برابر شوي و.

خبرپاڼه کاږي چې د سيمه ييزو پوليسو په ځوابي بريد کې ګڼ شمير وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتي، خو کره شيمره يې نه ښودلې.

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په يوه ټيلفوني پيعام کې د ذکر شويو دواړو پيښو پړه منلې ده.






د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG