د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو ایجنسۍ : سکرو کان چاودنه کې درې کسان وژل شوي


د اورکزو ایجنسۍ انتظامي چارواکو نن مشال راډیو ته وویل چې په ډولي سیمه کې نن (سیشنبه) له غرمې وړاندې د سکرو په کان کې د یوې چاودنې له امله درې کسان ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.

چارواکي وايي د چاودنې پرمهال ګڼ شمیر کارګران په کار بوخت وو، خو نور کارګران له پېښې بچ شوي دي.

وژلي شوي کارګران د سوات د شانګلې اوسیدونکي وو. د اورکزو ایجنسۍ په ډولي سیمه کې د سکرو کانونه موقعیت لري چې وخت په وخت پکې دا ډول چاودنې ترسره کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG