د لاسرسي ځای

"عبدالله او غني دې د رایو پلټنو نتیجیو ته درناوی وکړي"


امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ پر دواړو کاندیدانو ټینګار کړی دی چې د رایو د پلټنو نتیجیو ته دې درناوی وکړي.

د دوشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي په دې اړه وروسته له هغې څرګندونې وکړي چې د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید عبدالله عبدالله یو واربیا په خپل بریا ټینګار وکړ او ویې ویل د درغلیو له لارې رامنځ ته شوی حکومت به ونه مني.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي وویل موږ له کاندیدانو او د هغوی له ملاتړ غواړو چې د رایو د پلټنې بهیر ته تر پای پورې ژمن پاتې شي.

جین ساکي د عبدالله عبدالله څرګندونو ته په اشارې وویل نوموړې پر خپلو پلویانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي دې ډه ډه وکړي او بیا بیا یې افغانستان د اساسي قانون پر پیروۍ ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG