د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۳ تنه وسله وال وژل شوي دي


د ننګرهار په هسکې مينې ولسوالۍ کې چې د د تيرې يکشنې (اتوار) په ورځ د وسله والو طالبانو په خلاف د ګډو افغان ځواکونو له خوا چاڼيز عملیات پيل شوي لا هم دوام لري.

د ننګرهار ولايت امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشر قيوال مشال راډيو ته د سیشنبې یا نهې په ورځ وويل:

د تيرو دوه ورځو چانيزو عملياتو په نتیجه کې يې ۳ تنه وسله وال طالبان وژلي او۳ تنه نور يې ټپیان کړي دي.

نوموړی زياتوي چې لا هم عملیات دوام لري، ډيرې سيمې يې له وسله والو طالبانو پاکې کړي.

په درېو مهمو سيمو کې يې د پولیسو پوستې ځای په ځای کړی او دوه پوستې به د سرحدي پوليسو نورې هم ځای په ځای کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG