د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي له جارجیا سره پوځي اړیکي ټینګوي


د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل وايي، پر اوکراین د روسیې څرګند تېری د دې سبب شوی دی چې امریکا او جارجیا (ګورجستان) له یو بل سره پوځي اړیکي تر پخوا ټینګ کړي.

چک هیګل دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د جارجیا (ګورجستان) په پلازمېنه تبلیسي کې له خپل کوربه سیال اراکلي الاسانیا سره تر لیدو وروسته کړې دي.

نوموړي د سېپټېمبر پر څلورمه او پینځمه نېټه د برتانیا په وېلز کې تر سره شوې د ناټو سرمشریزه په دې لړ کې یو مهمه لاس ته راوړنه ووبلله چې جارجیا د ناټو برخه شي.

ده وویل چې امریکا به د ناټو په غړي جوړېدو کې د جارجیا مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین خطرناکو او غیر ذمه وارو ګامونو ته په کتو سره د جارجیا او ناټو تر منځ ژورې اړیکي ډېر مهم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG