د لاسرسي ځای

د عراق پارلېمان د نوې کابینې لپاره رایه اچوي


ټاکل شوې ده چې د عراق پارلېمان د دوشنبې پر ورځ د وزیراعظمۍ د نوماند حېدر العبادي له خوا پر وړاندیز شوې کابینه رایې واچوي.

دا پرېکړه د عراق د پارلېمان مشر سلیم الجبوري یکشنبې پر ورځ اعلان کړه. د عراق د نوې کابینې جوړښت تراوسه نه دی په ډاګه شوی.

حېدر العبادي د اګست پر لسمه نېټه د تلونکي وزیراعظم نوري المالکي پر ځای ونومول شو.

نوري المالکي تر هغې وروسته د درېیم ځل لپاره د درېدو تر اراده تېر شو چې شیعه، سني او کرد سیاستوالو دی رد کړ.

حېدر العبادي به د سېپټمبر تر ۱۰مې خپله کابینه منظورۍ ته وړاندې کوي. که داسې ونه شو نو د عراق ولسمشر به یې پر ځای بل کس وزیراعظمۍ ته بل کاندید ونوموي.

XS
SM
MD
LG