د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د پولیو واکسیني کیمپېن پیل شو


پاړه چنار - په قبایلي سیمه کورمه کې ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي څاڅکو ورکولو اضافي کیمپېن پیل شوی دی.

د روغتیا ادارې چارواکي وايي، دا کیمپېن به د سېپټېمبر تر ۱۱مې روان وي.

د پولیو ناروغۍ مخنیوي کیمپېن یوه چارواکي محمد ادریس مشال راډيو ته وویل، د دې مهم یا کمپېن لپاره دوی ټولې تیارۍ کړې دي.

ده وویل، د کوزې او منځنۍ کورمې په ۸۶ سیمو کې به تر پينځو کلونو کم عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته واکسیني څاڅکي ورکوي.

ادریس وايي، په کیمپېن کې به ۷۰۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو مخنیوي څاڅکي ورکوي.

دی زیاتوي، په مهم یا کیمپېن کې به شاوخوا ۲۹۰ کاري ټیمونه برخه اخلي.

د کورمې مشر حکومتي ډاکتر، اېجنسي سرجن شېر خان اپریدی وايي، په قبایلي سیمو کې د پولیو نویو پېښو ثبتېدو له کبله یې دا اضافي کیمپېن پیل کړی دی.

ډاکتر اپریدی زیاتوي، د اګست په میاشت کې د نویو ناروغانو تر تصدیق وروسته په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ په رنځ اخته کسانو شمېر ۱۲۷ ته رسېدلی دی چې زیاتره یې د قبایلي سیمو دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG