د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې خبریالان د ګل په ورځ پریس کلبونه تړي


کویټه کې د خبریالانو لاریون
کویټه کې د خبریالانو لاریون

د بلوچستان په سرښار کوټه کې د بلوچستان د خبریالانو اتحاديې د اتوار په ورځ يو ځل بیا د خپلو وژلو شويو ملګرو د وژنې پر ضد احتجاج وکړ او ددوی د قاتلينو د نیولو غوښتنه يې وکړه.

په دې احتجاجي لاریون کې خبریالانو اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ به د پاکستان ټول مطبوعاتي کلبونه يا پریس کلبونه د احتجاج په توګه بند وي. په کوټه کې تېره اونۍ دوه خبریالان او ددوی يو بل کارکوونکی نامالومه وسله والو پر خپل دفتر کې په ډزو وژلي وو.

په کوټه کې د دریوو وژلو شويو خبریالانو د وژنې پر ضد د بلوچستان د خبریالانو اتحاديې يو ځل بیا احتجاجي لاریون کړی او د خپلو ملګرو خبریالانو د قاتلینو د نیولو غوښتنه يې کړې.

د بلوچستان یونين اف جرنلسټس له خوا په دې احتجاجي لاریون کې اعلان وشو، چې د دوشنبې په ورځ به په ټول پاکستان کې مطبوعاتي کلبونه د احتجاج په توګه تړي.

يو شمېر خبریالانو د اتوار په ورځ د کوټې له مطبوعاتي کلب څخه لاریون پېل کړ، چې د ښار پر کندهاري بازار، باچاخان څلور لاره راوګرزېد او بېرته يې د مطبوعاتي کلب مخ ته ختم کړ. احتجاج کوونکو چې د وژل شويو خبریالانو عکسونه يې په لاس کې وو، د حکومت او امنيتي ادارو پر ضد شعارونه هم ورکړل.

د بلوچستان د خبریالانو د اتحاديې مشر عرفان سعيد دې احتجاج کوونکو خبریالانو ته په خپله وینا کې اعلان وکړ چې سبا يعني دوشنبې په ورځ به په ټول پاکستان کې د احتجاج په توګه ټول پریس کلبونه تړي.

(( له سبا ( دوشنبې ) څخه به په ټول پاکستان کې پرس کلبونو ته کلپان ( تالې ) اچوو. او دا به د پاکستان په تاریخ کې په لومړي ځل داسې کېږي، چې ټول پریس کلبونه به د احتجاج په توګه د يوې ورځې لپاره تړل کېږي. زموږ دغې پرېکړې ته د پاکستان د خبریالانو اتحاديې يا پي ایف يو جې هم لبیک ویلی. او تر هغه وروسته موږ د نه خوړلو د احتساب درې ورځنی کمپ هم لګوو. ))

دغو احتجاج کوونکو خبریالانو ته په خپله وینا کې د بلوچستان يوه مشر خبریال شهزاده ذوالفقار بیا وویل، ددوی د ملګرو د وژنې لس ورځې پوره شوې، خو پولیسو او امنيتي ادارو تر اوسه کوم مشکوک کس هم نیولی نه دی.

(( نن لس ورځې پوره شوې. موږ نه دحکومت، نه د پولیسو، نه د مرکزي حکومت، نه د مرکزي حکومت د ادارو، نه د صوبايي او عسکري ادارو هيڅ يو قدم ونه لید چې د قاتلینو د نیولو لپاره يې پورته کړی دی. او نه يې هم موږ ته ویلي، چې موږ د تحقیقاتو په لړ کې پر کوم لور روان یو. ))

شهزاده ذوالفقار په خپلو خبرو کې زیاته کړه که چېري د پریس کلبونو تر تړلو وروسته هم د وژل شويو خبریالانو قاتلین ونه نیول شول نو دا احتجاج به نور هم سخت کړي. او د درې ورځو لپاره به کوټه کې د نه خوړلو د احتساب احتجاجي کمپ ولګوي.

د ویلو ده چې د تېر اګست مياشتې په ۲۸ مه نېټه نامالومه وسله والو د خبري آژانس آن لاین پر دفتر برید وکړ، او په کې ناست دوه خبریالان هر یو ارشاد مستويي، عبدالرسول کوکي او د دغې ادارې اکاونټينټ محمد يونس درې واړه يې ووژل. د بلوچستان د خبریالانو اتحاديه يا بي يو جې وايي، په تېره يوه لسیزه کې ددوی تر څلوېښتو پورې خبریالان په هدفي وژنو او نورو پېښو کې وژل شوي، خو د يوه قاتل يې هم نه سزا شوی او نه هم نیول شوی دی.



XS
SM
MD
LG