د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې دشیعه ګانو یو مشر وژل شوی دی


فایل فوټو
فایل فوټو

د خالي په ماښام د کراچۍ په عزیز اباد سېمه کې نامعلومو وسله والو د یو شیعه دیني عالم په ګډون دوه کسان وژلي دي .دپولیسو چارواکي وایي وژل شوی دیني عالم علي اکبر کمیلي د اهل تشیع د مخکښ ګوند جعفریه الاینس د مشر علامه عباس کمیلي مشر زوي و.

د مرکزي کراچۍ د پولیسو مشر مقدس حیدر له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې علامه اکبر سره د هغه یو بل ملګری وژل شوی او د دوی ساتونکی زخمي دی :

(( دا د فرقه ایزو نښتو لړۍ ښکاري، موټر سایکل سواره وسله وال په ده پسې وو، او چې کله دوی په عزیزاباد کې بنګوریه ګوټ ته راسیدلي دي نو وسله والو ددوی په ګاډي ډزې کړي دي او په نتیجه کې یې دا پېښه مخې ته راغلې ده. ))

د شیعه مسلکه ګوند جعفریه الاینس ویاند علي احمر زیدي مشال ریډیو ته وویل: په کراچۍ کې ددوی د ګوند مهم غړي او مشران وخت په وخت په نښه کیږي، نوموړي په حکومت نیوکه وکړه چې ددوي د ګوند د مشرانو په ساتنه کې پاتې راغلي دي.

(( ځینې عناصر په کراچۍ کې په مسلسله توګه د یوې فرقې وګړي وژني لګیا دي،دوی د اهل تشیع مهم کسان لکه وکیلان،ډاکټران،سوداګر،دیني عالمان او ټیکنوکریټس په نښه کوي، حکومت یوازې تماشه کوي، زمونږ د ګوند د غړو د وژنې ذمه واري هم باقاعده طور ځینې ډلې مني خو بیا هم حکومت ددوی په ضد هیڅ کاروایي نه کوي.))

نوموړي زیاته کړه صوبایي او مرکزي حکومتونه په کراچۍ کې د فرقه ایز تاو تریخوالي په ختمولو کې پاتې راغلي دي او باید نور دا ښار د امنیت راوستنې لپاره فوځ ته وسپارل شي.

د یادې پیښې روسته د کراچۍ په شیعه ګڼ میشتو کې د ویر فضا ده او کاروبارونه په مکمله توګه بند دي .

د جندالله وسله والې ډلې د علامه علي اکبراو د هغه د ملګري د وژنې پړه په خپله غاړه اخیستې ده .

یاده دې وي د تېرې یوې مودې راهسې په کراچۍ ښار کې فرقه ایزې نښتې روانې دي . ددې په نتیجه کې د سنی مسلکه ډلو مدرسې او مهم غړي او هم د شیعه مسلکه ډلو استوګن ځایونه،امام بارګاوې او مشران په نښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG