د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحیل شریف وايي هیڅوک قبایل نشي ګواښلی


د پاکستان سر لښکر جنرال راحیل شریف
د پاکستان سر لښکر جنرال راحیل شریف

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف وايي هیڅوک له ترهګرۍ او د ترهګرو نه قبایلي ماشومان ، میرمنې او نارینه نشي ډارولی. نوموړي تیره ورځ د شمالي وزیرستان میران شا او دته خیلو ته سفر وکړ او هلته د وسله والو پرضد د جنګیدونکو پاکستاني سرتیرو سره یې وکتل.

جنرال راحیل شریف زیاته کړه چې دوی د شمالي وزیرستان د بې کوره شویو خلکو له ستونزو خبر دي ، ددوی د واپسۍ دقیقه نیټه نه شي ښودلی خو په وینا یې دغه کډوال به ډیر زر خپلو سیمو ته ستانه شي.

دپاکستان پوځ له تیر څه مهاله په شمالي وزیرستان کې د وران کارو پرضد د ( ضرب عضب ) په نوم عملیات پیل کړي او د پوځ ادعا ده چې ددغو عملیاتو په ترڅ کې يې د شمالي وزیرستان اکثرې سیمې د وسله والو نه خالي کړي دي.

دپاکستان د پوځ د خبرتیا اداره په یوه خبر پاڼه کې وايي چې جنرال راحیل شریف شمالي وزیرستان ته د خپل سفر پرمهال نیمه قبایلي سیمې بکاخیلو کې د کډوالو یو کیمپ ته هم لاړ او هلته یې د کډوالو سره له نږدې نه وکتل.

د پاکستان د پوځ د خبرتیا ادارې څو ورځي وړاندې په خپل یو بیان کې ویلي وو چې پوځ د میرانشاه ، میرعلي، دته خیل، او دیګان سیمې له وسلوالو پاکې کړي دي.

XS
SM
MD
LG