غلام غوث
پېښور: د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د شنبې په ورځ د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې لخوا را بلل شوې د ټولو ګوندونو غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د شاوخوا دولس ګوندونو مهمو مشرانو ګډون کړی وو. دا غونډه په اسلام اباد کې د روان احتجاج په غبرګون کې را بلل شوې وه.
د جمعیت علماء اسلام صوبايي امیر مولانا ګل نصیب خان مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان د ۱۹۷۳م د آئین حفاظت په کار دی.
د عوامی نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر امیر حیدر خان هوتي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې ، ً دا د پاکستان په سیاست کې مثبت بدلون لیدل کیږی چې نن د آئین د بقا او جمهوریت لپاره سیاسي ګوندونه یو موټی ديً.
مولانا ګل نصیب خان دا هم وویل چې د پاکستان پوځ چې په شمالي وزیرستان کې کومې سیمې له وسله والو پاکې کړې دي د هغو سیمو کډوالو ته دي مالي مرستې ورکړل شي او هغوی دي ستانه کړل شي.
د جمعیت علماء اسلام د شمالی وزیرستان یو مشر عبد الرحمان وویل ، ً نن ما ستون که ، زما کلتور تباه کیږی ، زما غیرت تباه کیږی ، زما دین تباه کیږیً.