د لاسرسي ځای

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پولیو لس ناروغان میندل شوي


پخوانی عکس

پخوانی عکس

په پاکستان کې د صحت قومي ادارې [اين ای ايچ] د جمعې په ماښام د دې پخلی وکړ چې لس نور ماشومان د پولیو په ناروغي اخته شوي دي.

پېښور: په پاکستان کې د صحت قومي ادارې [اين ای ايچ] د جمعې په ماښام د دې پخلی وکړ چې لس نور ماشومان د پولیو په ناروغي اخته شوي دي.

د یادې ادارې چارواکي وايې چې په دې لسو ماشومان کې اته د قبایلي سیمو او دوه د خیبر پښتونخوا دي. له دې سره یوازې په یوه اونۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته ۲۰ ماشومان مخې ته راغلي دي.

د صحت چارواکي وايي چې په روان کال کې په پاکستان کې د پوليو په ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۱۳۷ ته رسېدلی دی چې ۱۰۲ پکې د قبایلي سیمو دي.

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ملګرو ملتونو د ادارې ً يونيسف ً مشر ډاکټر رفيق مشال راډیو ته وویل چې د پوليو ناروغي له منځه وړل د حکومت دنده ده او دوی وسره پوره ملاتړ کوي.

مفتي اختر اورکزی وايي چې د پوليو ضد څاڅکي د هر ماشوم حق دی او هغه خلک مجرمان دي چې د ماشومانو راتلونکی په خطر کې اچوي.

XS
SM
MD
LG