د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کمیشن وايي د دې لپاره چې روانه انتخاباتي لانجه ژر پای ته ورسیږي، د تېرو ټاکنو او د رايو د پلټنې په اړه به خپله پرېکړه ژر اعلان کړي.
د شاو خوا اته میليونه رايو د پلټنې بهیر نژدې پنځوس ورځې وخت ونيوه.
د شکايتونو کمیشن به د دې بهیر او په مجموعې ټوګه د ولسمشرۍ د دويم ځلي ټاکنو په اړه ور رسېدلي شکايتونه څېړي او نتیجې به يې د ټاکنو خپلواک کميشن ته سپاري.
ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو خپلواک کميشن د انتخاباتو وروستۍ نتیجې په څو ورځو کې اعلان کړي.