د لاسرسي ځای

تازه خبر

"جنسي تیری کوونکي دي اعدام شي"


د کابل پوهنتون د محصلینو اسلامي ټولنې او د کابل لسګونه اوسیدونکو په پغمان کې د یو شمېر وسلوالو له خوا پر څو ښځو د ډله ییز جنسي تیري د عاملانو د اعدام غوښتنه وکړه.

د کابل پوهنتون د محصلینو اسلامي ټولنې او د کابل لسګونه اوسیدونکو په پغمان کې د یو شمېر وسلوالو له خوا پر څو ښځو د ډله ییز جنسي تیري د عاملانو د اعدام غوښتنه وکړه.

مظاهره چیان د جمعې په ورځ د پغمان په تاق ظفرکې مظاهره پيل کړه او د افغانستان له عدلي او قضايي ارګانونو څخه یې وغوښتل چې د دې پيښې نیول شوي عاملین باید خپله سزا وویني څو نورو ته د عبرت وړ وګرځي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې یو شمیر وسلوالو د پولیسو په جامه کې پر څو ښځو جنسي تیری وکړ چې بیا وروسته د پولیسو له خوا ونیول شول.

د کابل پوهنتون د محصلینو د اسلامي ټولنې لسګونه غړو او د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکو په یوه مظاهره کې پرڅو ښځو د یو شمېروسله والو کسانو ډله ییز جنسي تیری وغانده او د دې پيښې د عاملانو د ژرترژر اعدام غوښتنه یي وکړه.

دوی د جمعې پر ورځ د پغمان په طاق ظفر سیمه کې سره ټول شوي و او له دولته یې وغوښتل چې باید د دې موضوع په اړه چوپه خوله پاتې نه شي او خپل مسوولیت ادا کړي.

مظاهره چیانو یوه پریکړه لیک هم صادر کړ چې د یوه محصل له خوا ولوستل شو.

یو شمېرمظاهره کوونکو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، که د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي

د کابل امنیې قومندانۍ وویل، شاوخوا دوه اوونۍ مخکې یو شمېر وسله والو کسانو د پولیسو د یونیفورم نه په ګټې اخیستلو سره څو ښځې لومړۍ وتښتولې او بیا یې جنسي تیری پرې وکړ چې د پولیسو له خوا ددې وسله والو شپږ تنه نیول شوي هم دي.

افغان ولسمشرحامد کرزي د دې پيښې په غبرګون کې وویل، که ستره محکمه د یادو کسانو د اعدام حکم وکړي ژر تر ژره به دا حکم لاسلیک کړي.

خلک وایی، دغه کسان باید په عام محضرکی اعدام شي، تر څو نورو ته د عبرت وړ وګرځي چې په راتلونکي کې داسې پیښی رامنځ ته نه شي.

XS
SM
MD
LG