د لاسرسي ځای

تازه خبر

کارپوهان د القاعده نوې څانګې ته څنګه ګوري؟


د القاعده مشر ایمن الظواهري
د القاعده مشر ایمن الظواهري

د هند د کورنيو چارو وزارت وايي چې د القاهده شبکې د مشر ايمن الظواهري تر اعلان وروسته یې په ټول هیواد کې لا کلک امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

پراګ: د هند د کورنيو چارو وزارت وايي چې د القاهده شبکې د مشر ايمن الظواهري تر اعلان وروسته یې په ټول هیواد کې لا کلک امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

دا له هغه وروسته ده چې ایمن الظواهري د هند د نیمې وچې (برصغیر) لپاره د القاعده شبکې نوې او ځانګړې څانګه جوړه کړه. ایمن الظواهري په خپاره کړې ویډیويي وینا کې د القاعده دې نوې څانګې ته د کشمیر تر څنګ ځینې نور هندي ایالتونه هم سپارلي دي.

د القاعده د مشر ايمن الظواهري دا ویډیو د تيرې چارشنبې په ورځ خپره شوه په کوم کې چې هغه په ختیځه ايشيا کې ''د جهاد بیرغ د راځوړندولو' خبره کړي وه.

د هند (سي اين اين/ ايي بي اين) نومي ټيلي وژن خبر ورکړی دی چې د دې هیواد استخباراتي ادارې د ایمن الظواهري د خپرې کړې ویډیو د کره توب مالومولو لپاره کار کوي. د هند د کورنیو چارو وزير راجنات وزيراعظم نريندر مودي ته په دې اړه تفصیلات هم ورکړي دي.

په نوي ډلي کې د هند د دفاعي چارو يوې څيړنيزي ادارې مشر برئيګيډير روميل داهيا له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د جهادي ډلو تر مينځ د مقابلې په نتيجه کې القاعده شبکې په هند کې د څانګې پرانستلو پريکړه کړې ده.

برئيګيډير روميل داهيا وویل ً القاعده شبکې دا خطره محسوسه کړې چې دوي په ټوله نړۍ کې د جهادي ډلې ترمنيځ د پوښتنو لاندي راتلاي شي ، او يوه بله ډله چې د آيي ايس آيي ايس په نامه ده، پرمخ تلاي شي. زما په اند دا د مقابلې جهاد دی. که څه هم هند له ډيرې اوږې مودې راهېسي ترهګرۍ ځپلی دی خو د يوولسم ستمبر تر پيښو وروسته يو څو کسانو نظرياتي ترهګري کوله خو ځوانانو له جهاده ډډه وکړه. د هندي ټولنې بنيادي اصولونه چې په کې برداشت، د ډيرو ډلو، نسلونو او ثقافتونو موجوديت شامل دي، دي خبرو لپاره زمينه نه برابره وي، چې د يو نظرياتي سخت دريځۍ پر لور لاړ شيً.

برئيګيدير داهيا دا ومنله چې په دولس سوه میلينونه خلکو کې يو څو کسان به داسي وي چې د دې ډلې نظريي خپلي کړي.

بلخوا د هندې ورځپاڼې انډين ايکسپريس خبريال او د سيمه یيز چارو کارپوه پروين سوامي وايي چې د القاعده شبکې د هندي څانګې جوړولو فيصله حيراونکي نه ده، ځکه چې په ممبۍ کې د شپږويشتم نومبر تر ترهګرو بريدونو وروسته د هند امنيتي او استخباراتي ادارې نورې زياتې پياوړي شوې دي خو دا خطره له هم موجوده ده.

د الظواهري په پيغام کې پر هندي مسلمانانو غږ شوی دی چې په ً جهاد ً کې برخه واخلي. پروين سوامي په دې اړه وايي ، ً يو څو هندي مسلمانانو پخوا په نړيوال جهاد کې برخه اخستي وه. خو زما په اند هندي مسلمانان به د سلفي جهاد پيغام په سنجيدګي سره وانخلي. دا يو حقيقت دی چې د مسلمانانو ګيلي شته، دوي سياسي او اقتصادي ستونزي لري، د هندوانو او مسلمانانو ترمينځ د تاوتريخوالي تاريخ هم موجود دي، او دا هغه خبري دي چې جهادي ډلي د خپلو مقاصدو لپاره کارول شي. په اکثريت کې نه بلکي لږ شمير کې ځوانانو دا پيغام متاثره کولي شي، خو بيا هم دا يو خطر ديً.

د سوامي په خبره ۲۰۱۴ کال د جنوبي ايشيا لپاره ډير مهم دی، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل دا سيمي له خطر سره مخ کولای شي، نو په دي حالاتو کې به د سيمي مشرانو له مهمي فيصلي کول وي.

د پاکستان د دفاعي چارو کارپو طلعت مسعود په نظر دی چې د القاعده هندي څانګه نه يوازي د سيمي لپاره بلکي د هند لپاره خطرناکه ده.

طلعت مسعود په نړيواله کچه د نويو جهادي ډلو د جوړيدو د لاملونو په اړه وايي و ً يوه وجه دا ده چې په اسلامي او نورو هيوادونو کې اکثريتي او اقليتي مسلمانان ځپل کيږي. دا يو خطر موجود دی او له دې سترګي نشي پټول کېدای. د دې خطر مقابلي لپاره پکار ده چې لوي مسلي لکه کشمير، فلسطين او نوري حل کړل شي، ځکه چې د دې وجې نه جهادي ډلو ته وده ملاويږي.

کارپوهان په دي خبره متفق دي چې د القاعده شبکې هندي څانګه يو ګواښ دي، خو د دي مخنيوي ممکن کيدي شي، چې د جنوبي ايشيا ټول هيوادونه په دي لړ کې د همکاري ژمنه وکړي، خو کارپوهان دا هم وايي چې په موجوده حالاتو کې سيمي یيز سياسي حالاتو دغو جهادي ډلو ته زمينه برابره کړي چې خپل مقاصد ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG