د لاسرسي ځای

اسفندیار ولي خان: د آیین ماتیده به ملک ته زیان ورسوي


د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، که د پاکستان موجوده سیاسي بحران په نتیجه کې ایین مات کړل شو نو هېواد به هم ورسره مات شي.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، که د پاکستان موجوده سیاسي بحران په نتیجه کې ایین مات کړل شو نو هېواد به هم ورسره مات شي.

دا خبره نوموړي د پنجشنبې پر ورځ په چارسده کې د عوامي نیشنل ګوند تر مشاورتي غونډې وروسته خبریالانو ته وکړه

اسفندیار ولي خان وویل،په هېواد کې جمهوریت ته ګواښونه کم شوي نه دي خو له اوسني بحران سره سیاستوالان ویښ شول.

ده زیاته کړه چې جنګ د لاهور او اسلام اباد دی خو د ده د صوبې حکومت ورته ورغلی دی چې له کبله یې نه یوازې د پښتونخوا چارې پر مخ نه ځي بلکې د شمالي وزیرستان لکونه کډوال هم هېر کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG