د لاسرسي ځای

نن په بېلاروس کې د مشرقي اوکراین د اوربند په اړه خبرې کېږي


ټاکل شوې ده چې د کییف او روسي پلوه یاغیانو چارواکي په مېنسک کې سره وګوري. غونډې ته د روسیې او د اروپا امنیت او همکارۍ سازمان استازي هم ورځي.

د اوکراین ولسمشر پېترو پوروشېنکو ((محتاطانه خوشبیني)) ښودلې ده چې ښايي [د اوربند] تړون وشي.

یاغیان وايي، که د اکثریتي روسي ژبیو سیمو دنېڅک او لوهانسک د مسلې سیاسي هواري په اړه تړون وشي نو دوی اوربند اعلانولای شي.

XS
SM
MD
LG