د لاسرسي ځای

د ناټو مشران نړۍ ته د اسلامي دولت وسله والې ډلې فعالیتونو ارزونه کوي


د ناټو مشر انس فوغ راسموسېن وايي، دا د نړیوالې ټولنې ((ذمه واري)) ده چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرمختګ مخه ونیسي.

نوموړي دا خبره تېره ورځ په وېلز کې د ناټو سرمشریزې پر لومړۍ ورځ وکړه. د اسلامي دولت وسله والو په شمالي او غربي عراق کې لویې برخې نیولې دي او په شام کې یې هم حملې او پرمختګ کړی دی.

راسموسېن وویل، باوري دی چې که له اتحادیانو یې غوښتنه وکړه نو هغوی به په سنجیدګۍ له عراق سره د مرستو په اړه غور وکړي.

په عین وخت کې د اسلامي دولت ډلې وسله والو شاوخوا ۵۰ کسان، د بغداد په شمال کې په یوه سني اکثریتي کلي کې، د دې ډلې د جنډې یا بیرغ سوځلو په تور تښتولي دي.

XS
SM
MD
LG