د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د ناټو مشر انس فوغ راسموسېن ته ډاډ ورکړی دی چې د انتخاباتو بحران به حل کړي.
اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د برتانیا په وېلز کې د ناټو سرمشریزې ته په استولي پیغام کې ویلي، دوی به د بحران تر هواري وروسته پر ملي یووالي ولاړ حکومت جوړ کړي.
د ناټو مشر انس فوغ راسموسېن تېره ورځ د سرمشریزې د لومړۍ ورځې په پای کې پر دواړو نوماندانو د بحران د سمدستي هواري غږ وکړ.
راسموسېن دا هم وویل چې د واشنګټن او کابل تر منځ امنیتي تړون باید ژر لاسلیک شي چې د روان کال تر پای وروسته ناټو د افغان امنیتي ځواکونو روزنې دنده پر مخ یوسي.