د لاسرسي ځای

د پاکستاني پارلمان ګډه غونډه نن په دریمه ورځ هم روانه وه


په دې غونډه کې د بېلا بېلو ګوندونو مشران او استازي د ملک پر روانو حالاتو ویناګانې کوي. د پیپلز پارټۍ سنېټر رضا رباني نن (پنجشنبه) په خپله وینا کې وویل چې دوی به په هر صورت په ملک کې د روان جمهوري نظام ساتنه کوي.

په دې غونډه کې د بېلا بېلو ګوندونو مشران او استازي د ملک پر روانو حالاتو ویناګانې کوي.د پیپلز پارټۍ سنېټر رضا رباني نن (پنجشنبه) په خپله وینا کې وویل چې دوی به په هر صورت په ملک کې د روان جمهوري نظام ساتنه کوي.

رضا رباني د لاهور په ماډل ټاون کې د شوو وژنو غندنه وکړه خو د هغه په وینا دوی چاته د دې اجازه نه ورکوي چې له هغې پېښې وروسته دي پارلمان یرغمال کړي او جمهوري نظام دي ړنګ کړي.

پارلمان ته تر اوسه یو شمېر سیاسي مشرانو پر روانو حالاتو ویناګانې کړې دي. په دې کې د اپوزشن ګوندونو مشر خورشيد شاه ، د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د عوامی نيشنل پارټۍ ویاند او سنېټر زاهد خان او د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو او د تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي هم شامل دي.

له تحریک انصافه پرته نورو ټولو ګوندونو د وزیراعظم نواز شریف ملاتړ اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG