د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو له افغانستان سره د اړیکو نوی باب پرانیزي


راسموسن د مشال راډیو د هغې پوښتني په ځواب کې چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک لپاره به افغانستان ته څومره وخت ورکړي، وویل هیله لري دا تړون ژر لاسلیک شي تر څو ناټو وکولی شي ژر تر ژره په افغانستان

وېلز - د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن وایي، دغه سازمان له افغانستان سره د اړیکو یو نوی فصل پرانیږي.

راسموسن دا خبره نن (پنجشنبه) په وېلز کې د ناټو مشرانو غونډي تر پیلېدو مختلې خبریالانو ته د وینا پرمهال وکړه .

هغه ویلي چې د روان کال په پای کې په افغانستان کې د ایساف ماموریت تر بشپړیدو وروسته به له نوي سره له افغانستان سره اړیکي جوړه کړي.

راسموسن د مشال راډیو د هغې پوښتني په ځواب کې چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک لپاره به افغانستان ته څومره وخت ورکړي، وویل هیله لري دا تړون ژر لاسلیک شي تر څو ناټو وکولی شي ژر تر ژره په افغانستان کې خپل روزنیز ماموریت پیل کړي .

((زه هیله لرم چې د امنیتي اړتیاوو ترتیبات پر خپل ټاکلي وخت لاسلیک شي تر څو موږ وکولی شو د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ میاشتي له لومړۍ نه په افغانستان کې خپل روزنیز ماموریت پیل کړو.))

د ناټو د غړیو هېوادونو دغه دوه ورځنۍ غونډه د سپټمبرپه څلورمه ( نن) د برتانیا په وېلز کې پيل شوه چې افغانستان یې د اېجنډې په سرکې ځای لري.

سره له دې چې ناټوپه افغانستان کې خپل راتلونکی مارموریت د کابل او واشنګټن ترمنځ په امنیتي سند پورې تړلی بولي، په کابل کې د امریکا سفارت وایي، دغه سازمان به د افغان ځواکونو د تمویل او روزنې په برخه کې په خپلو ژمنو ودریږي.

له وېلزه د مشال راډيو خبریال وايي، په اېجنډې کې درې مهمې نکتې شاملې دي چې ورباندې پر لومړۍ ورځ خبرې کېږي.

په دې نکتو کې په افغانستان کې د ناټو ماموریت، د افغان امنیتي ځواکونو تمویل او له افغانستان سره د ناټو اوږد مهاله اړیکي شامل دي.

له افغانستانه د دفاع وزیر بسم الله محمدي په مشرۍ یو پلاوی وېلز ته ورغلی دی. سرچینې وايي، محمدي به له ناټو له پینځه نیمو تر شپږ میلیارده یا اربه امریکايي ډالرو کلنۍ مرستو غوښتنه کوي چې ورباندې افغان امنیتي ځواکونو وروزي او نور لګښتونه یې پوره کړي.

د مشال راډيو خبریال وايي، تر اوسه د ناټو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو داسې انګېرل کېږي چې ناټو به دا غوښتنه ومني.

XS
SM
MD
LG