د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د رایو پلټنو بهیر نن پای ته رسیږي"


د افغانتسان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د رایو د پلټنې بهېر د پایته رسیدو سره به په راتلونکو څو ورځو کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتایج اعلان کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د رایو د پلټنې پروسه ممکن نن پای ته ورسیږي.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور خبریالانوته وویل، چې د رایې ورکونې له (22828 ) صندقونو له جملې څخه یوازې اوه سوه پنځه صندقونه پاتي چې د نن ورځې تر اتو بجو پورې به دا هم بشپړشي.

نوموړي وویل، چې دا مهال88 فیصده چک لستونه او د نتایجو جدولونه هم پروسس شوي دي.

د افغانتسان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې د رایو د پلټنې بهېر د پایته رسیدو سره به په راتلونکو څو ورځو کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتایج اعلان کړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نورد پنجشنبې په ورځ خبریالانوته وویل، چې د ماښام تراتو بجو پورې به د رایو د تفتیش بهېرهم پای ته ورسیږي.

نوموړي وویل چې له (22828 ) صندقونو له جملې څخه دا مهال یوازې اوه سوه پنځه صندقونه د پلټنې لپاره پاتې دي:

″ یواځې اوه سوه پنځه صندقونه پاتي دي چې اوسمهال پرې کار جریان لري او هیله من یو چې د ماښام تر اتو بجو پورې دا هم پلټنې شي، چې له دې سره د رایو د صندقونو بیا ځلي پلټنې پای ته رسیږي.″

ښاغلي نور همدارنګه وویل، چې تر اوسه د (14716 ) چېک لستونو او د نتایجو جدولونو په اړه نهایي پریکړې شوې دي.

نوموړي وویل، چې تیره ورځ له شلو زرو څخه ډير د نتایجو جدولونه او چېک لستونه پروسیس شوې چې د ټولو چېک لستونو 88 فیصده جوړوي:

″له دې جملې څخه 19239 د نتایجو جدولونه او چک لستونه ارشیف شوې دي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لورې به يې په اړه پریکړه وشي.″

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو موافقه کړې چې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په اړه به د پنجشنبې پر ورځ یو ځلي بیا خبرې اترې وکړي.

خو دا چې د دوی خبرې به کومې نهایې نتیجې ته ورسیږي او کنه دا به وروسته روښانه شي.

افغان ولسمشرحامد کرزي هم له دواړو کاندیدانو سره په ورستۍ لیدنه کې دوي هڅولې چې ژر تر ژره یوې وروستۍ موافقې ته ورسیږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG