د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې میر باغ اوسېدونکي له حکومته د سړک پخولو غوښتنه کوي


سده - په کورمه کې د میر باغ اوسېدونکي له حکومته د سړک پخولو غوښتنه کوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، دا سړک پینځه کیلومیټره اوږد دی چې له مودې راهیسې خام یا کچه دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي حاجي زمان مشال راډيو ته وویل، دا یوازینۍ لار ده چې د دوی سیمه له نورو هغو سره تړي او دوی یې د تګ راتګ لپاره کاروي، خو نور د استعمال وړ نه ده پاتې.

ده وویل، حکومتي چارواکو ورسره د سړک پخولو ژمنې کړې دي، خو تر اوسه یې عملي کړې نه دي.

د میر باغ بل اوسېدونکی فضل جان وايي، د لارې د خرابوالي له کبله دوی له تکلیف او مشکلاتو سره مخامخ دي.

دی وايي، پر دې سړک ورسره ګاډي نه ځي، او که ځي هم نو دوه چنده کرایه ترې اخلي.

د منځني کورمې د انتظامیې یوه مشر سیف الاسلام مشال راډیو ته وویل، دا د دوی ذمه واري ده چې د میرباغ او نورو کلیو او سیمو د خلکو اړتیاوې پوره کړي.

ده ژمنه وکړه چې دا سړک به پوخ کړي.

په کورمه کې یوازې میرباغ نه دی چې سړکونه یې خام دي. داسې ډېرې برخې دي چې هلته د سړکونو حالت خراب دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG