د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برتانیا کې د ناټو مشران پر افغانستان غږېږي


وېلز - د پنجشنبې له ورځې د برتانیا په وېلز کې د ناټو غړو هېوادونو مشرانو غونډه کېږي چې دوی به پکې پر افغانستان غږېږي.

له وېلزه د مشال راډيو خبریال وايي، په اېجنډې کې درې مهمې نکتې شاملې دي چې ورباندې پر لومړۍ ورځ خبرې کېږي.

په دې نکتو کې په افغانستان کې د ناټو ماموریت، د افغان امنیتي ځواکونو تمویل او له افغانستان سره د ناټو اوږد مهاله اړیکي شامل دي.

له افغانستانه د دفاع وزیر بسم الله محمدي په مشرۍ یو پلاوی وېلز ته ورغلی دی. سرچینې وايي، محمدي به له ناټو له پینځه نیمو تر شپږ میلیارده یا اربه امریکايي ډالرو کلنۍ مرستو غوښتنه کوي چې ورباندې افغان امنیتي ځواکونو وروزي او نور لګښتونه یې پوره کړي.

د مشال راډيو خبریال وايي، تر اوسه د ناټو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو داسې انګېرل کېږي چې ناټو به دا غوښتنه ومني.

یو بل خبر چې رسنیو خپور کړ هغه دا وو چې د افغان پلاوي یوه غړي برتانیا په رسېدو د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.

د مشال راډیو خبریال وايي، دا کس برېګېډییر عنایت الله بارک نومېږي او د دفاع وزارت کارکوونکی دی. د ناټو په غونډه کې دی د پلاوي غړی نه وو بلکې یوازې د غونډې په پیل کې د بیرغ وړونکی وو.

رپورټونه وايي، بارک چې کله برتانیا ته ورسېد نو پر هوايي ډګر یې له پولیسو پناه وغوښته. برتانیویو پولیسو ده ته ویلي دي چې افغانستان ته به یې نه استوي.

XS
SM
MD
LG