د لاسرسي ځای

تازه خبر

ظواهري وايي، تر هنده یې القاعده غځولې ده


پراګ -- اسوشي اېټډ پریس خبري اژانس ليکي د القاعده مشر د زیارت پر ورځ په یو ویډیويي پیغام کې ویلي دي چې د یوې سیمه ییزې ډلې په ملګرتیا یې جنوبي اسیا ته خپله ډله غځولې ده.

دغه ویډیو چې د سایټ په نوم د انټرنیټ څار ډلې لیدلې ده، پکې د القاعده مشر اېمن الظواهري ويلي، د دې لپاره القاعده له مودو راهیسې تیاري کوله.

اېمن الظواهري دغه نوې ډله له دوو کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره د هغو کوششونو مېوه بللې چې په سیمه کې ((مجاهدین)) د یوې ډلې په شکل کې د راټولولو په مقصد کېدل.

که څه هم ظواهري په بیان کې د هند د برصغیر ذکر وکړ چې پکې هندوستان، پاکستان، بنګله دېش او نیپال راځي، خو داسې وېل کېږي چې د هغه اشاره هندوستان ته وه.

اژانس لیکي، تر اوسه هند دا فکر کاوه چې د جهادیانو د ډلو د برتیانو (یا استخدام) ځای نه شي کېداې. خو داسې باور کېږي چې په هند کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډ‌لې پلویان په زیاتېدو دي. دې ډلې په عراق او شام کې ډېرې برخې نیولې دي.

تېره میاشت د هند هغه ځوان چې له ملګرو سره عراق ته ولاړ، او داسې وېل کېدل چې د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره یو ځای شوی دی، د وژنې رپورټونه یې خپاره شول.

د پنجشنبې پر ورځ د هند د کورنیو چارو وزیر راج نات سنګ د وسله وال ګواښ په اړه د بحث لپاره د هېواد د لوړ پوړو امنیتي او استخباراتي چارواکو سره ولیدل.

د هند د واکمن بارتیه جنتا ګوند یو ویاند وویل چې د القاعده دغه بیان یوه سنجیده معامله ده. خو د اندېښنې داسې هېڅ نشته او په مرکز کې یو مضبوط حکومت لري.

اژانس ليکي چې هند ښه امنیتي بنیادي ډانچه (یا جوړښت) نه لري. په ۲۰۰۸ز کال کې په ممبۍ کې د پاکستان یوې وسله والې ډلې حمله وکړه چې پکې ۱۶۶ کسان ووژل شول. بل طرفته هغه هېواد په کشمیر کې هم ستونزې لري چې د هند یوازینې مسلمان اکثریتي ریاست دې او وسله وال یې خپلواکي او یا له پاکستان سره شاملېدل غواړي.

ځېنې کارپوهان د ظوهراي د بیان په اړه وايي، دا د هغه له خوا یو کوشش دی چې خپل ځان بیا مخې ته راولي ځکه چې د القاعده شهرت د اسلامي دولت وسله والې ډلې له امله کم شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG