د لاسرسي ځای

پېښور کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پاڼې وېشل شوې دي


پاکستانۍ (دي ايکسپريس ترېبيون) ورځپاڼې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې لخوا په پېښور او شاوخوا کې د پمفلټونو وېشل کېدو پر موضوع يوه ليکنه خپره کړې ده.

پاکستانۍ (دي ايکسپريس ترېبيون) ورځپاڼې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې لخوا په پېښور او شاوخوا کې د پمفلټونو وېشل کېدو پر موضوع يوه ليکنه خپره کړې ده.

ليکنه وايي، په پښتو او دري ژبو ليکل شوي دا پمفلټونه په پېښور او د دې ښار په مضافاتو کې جوړ د افغان کډوالو په کيمپونو کې وېشل شوي دي.

دا پمفلټ، چې کليمه پرې ليکل شوې، د پيغمبر عليه السلام د تاريخي مهر او تر څنګ يې د کلاشنکوف ټوپک تصويرونه چاپ کړل شوي دي، کاپيانې يې په پېښور کې کارکوونکو ځينو افغان خبريالانو ته هم لېږل شوي دي.

د ليکنې تر مخه، افغان مزاحمتي ډلې، لکه د حقاني شبکه او حزب اسلامي افغانستان، له يوې اوږدې مودې راهيسې د پېښور په تور مارکيټ کې تبليغاتي لټرېچر خپروي.

د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې په پمفلټ کې د سيمې له خلکو غوښتل شوي چې د اسلامي خلافت جوړولو په کار کې د دې ډلې ملاتړ وکړي.

ليکنه کاږي، په پاکستان کې فعالو يو شمېر وسله والو ډلو وار د مخه له هغې ډلې سره خپل ملاتړ اعلان کړی دی چې مشري يې افغان طالبان کوي.

له دوی څخه بيا د عبدالرحيم مسلم دوست او مولوي عبدالقهار په نومونو افغان طالبانو، چې د سعودي عرب لخوا تموېلېدونکې د سلفي طالبانو ډلې ياديږي، او د افغانستان په نورستان او کونړ ولايتونو کې فعاليت کوي، د اسلامي دولت وسله والې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي لخوا له اعلان شوي خلافت سره خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

په پېښور او د افغانستان په سرحدي ولايتونو کې د پمفلټونو پر خپرېدو سربېره، د اسلامي دولت وسله والې ډلې پلويانو په سيمه کې د ودانيو پر دېوالونو د دې ډلې په حق کې شعارونو هم ليکلي دي. ځينې ملاتړي يې بيا داسې دي چې پر خپلو ګاډيو يې د يادې ډلې پوسټرونه لګولي دي.

په ليکنه کې د احرارالاسلام په نوم د پاکستاني طالبانو د يوې نوې څانګې جوړېدو په اړه هم ويل شوي دي. د ليکنې تر مخه، احرارالاسلام د اسلامي دولت وسله والې ډلې په څېر د اسلامي هېوادونو تر مينځ پر سرحدونو باور نه لري. د پاکستانيو طالبانو دا نوې ډله د البغدادي پر ځای ملا عمر د خپل مشر په توګه پېژني.

ليکنه زياتوي، په دې وروستيو کې له شمالي وزيرستانه وتلې د ځايي او بهرنيو وسله والو يو شمېر ډلې هم دعوی کوي چې دوی نه يوازې په پاکستان او افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې د اسلامي شريعت نافذولو لپاره هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG