د لاسرسي ځای

پېښور: عدالت ته د ۹۶ لادرکه کړل شوو کسانو نومونه وړاندې شول


پر دې مهال سرکاري وکیل د شپږ نوي (۹۶) ورک کړل شوو کسانو د نومونو فهرست عدالت ته وړاندې کړ او ویې ویل چې دغه ۹۶ کسان حراستي مرکزونو ته لېږل شوي دي.

نن د چارشنبې پر ورځ په پېښور های کورټ کی د د تريتم «لادرکه کړل شوو» کسانو د مقدمو اورېدنه وشوه.

پر دې مهال سرکاري وکیل د شپږ نوي (۹۶) ورک کړل شوو کسانو د نومونو فهرست عدالت ته وړاندې کړ او ویې ویل چې دغه ۹۶ کسان حراستي مرکزونو ته لېږل شوي دي.

له پرون « نهې ورځ» د پیښور های کورټ مشر قاضي مظهر عالم میا خېل په مشرۍ کې د بې درکه شوو کسانو د مقدمو اورېدنو پر مهال د خېبر پښتونخوا کورونو چارو محکمې، پوځ او استخباراتي مشرانو ته حکم کړی وو چې د لادرکه کړل شوو ۹۶ کسانو درک دې ولګوي، د هغوی نومونه او تفصیل دې له عدالت سره شریک کړي. چې نن د چارشنبې پر ورځ یې د خېبر پښتونخوا د کورونو محکمې سرکاری وکیل په ذریعه دغه نومونه عدالت ته وړاندې کړل شو.

له مشال راډيو سره په خبرو کې سرکاري وکیل وقار احمد خان وویل چې د تريتم کړل شوو کسانو نومونو په وړاندې کولو عدالت اطمنیان وښود.

خو له قبایلي سیمو څخه د لادرکه کړل شوو کسانو وکیل کریم مسود مشال ریډیو ته وویل د عدالت په وجه د لادرکه کړل شوو کسانو پته ولګېده او په دې لړ کې ډېر پرمختګ وشو.

نوموړی زیاتوي چې لا هم ډېر کسان لادرکه دي او د کومو کسانو چې درک ولګېد، د هغوی ستونزې هغه شان دي او هغوی د انصاف په تمه دي.

«ګڼ کسان لادرکه کړل شوي دي، چې په هغو کې یې ۶۰ فیصده موندل شوي او ۴۰ فیصده لا هم لادرکه دي. هغه کسان چې موندل شوي هغوی باید له حراستي مرکزونو عدالتونو ته وړاندې کړل شي چې هغوی خپله بې ګناهي ثابته کړي.»

په عدالت کې د مقدمو اورېدو پر مهال د لادرکه کړل شوو کسانو خپلوانو وویل، دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې په حراستي مرکزونو کې له خپلو خپلوانو سره وویني. خو د سرکاري وکیل د خبرو له مخې عدالت امر وکړ چې په حراستي مرکزونو کې د بندو کسانو خپلوان قانوني حق لري چې له هغوی سره وویني. او که چېرې ورته اجازه ورنه کړل شوه نو د اړوندو ادارو او افسرانو پر ضد به قانوني کاروايي وکړي.

XS
SM
MD
LG