د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندوز کې ۹ تنه وسله وال وژل شوي


په کندوز کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرورحسیني مشال راډیو ته وویل، چې دغه وسله وال طالبانو بېګا د چهاردرې ولسوالۍ د نواباد په سیمه کې د افغان ځواکونو د کمین پرمهال وژل شوي دي.

حسیني زیاته کړه چې په وژل شوو کې د ملاسلطان په نوم د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قومندان هم شامل دی.

د یوه بل خبرله مخې نن (چارشنبه) سهارد ارزګان په د هراود ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG