د لاسرسي ځای

'په شمالي وزیرستان کې مو سلګونه وسلوال ووژل'


په دغو عملياتو کې همدراز تر دې دمه ٨٢ پاکستاني سرتېري مړه او ٢٦٩ نور ټپيان شوي، چې په بېلابېلو پوځي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي

پاکستانى پوځ وايي، چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمه شمالي وزيرستان کې يې د پوځي عملياتو په ترڅ کې په دې سيمه کې مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو ته درنه مرګژوبله اړولې او د هغوى لسګونو مرکزونه او پناګاوې يې له منځه وړې دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر « ISPR » د چهارشنبې پر ورځ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د پاکستانيو ځواکونو په روانو پوځي عملياتو کې تر دې دمه د کورنيو او بهرنيو وسله والو په ګډون ٩١٠ وسله وال وژل شوي او لسګونه نور شوي دي.

په دغو عملياتو کې همدراز تر دې دمه ٨٢ پاکستاني سرتېري مړه او ٢٦٩ نور ټپيان شوي، چې په بېلابېلو پوځي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

دوى ادعا کوي، چې تر دې دمه يې د ميرامشاه په ګډون د شمالي وزيرستان کجوري، ميرلي، دته خېل، بويا او دېګان سيمې په بشپړه توګه له وسله والو پاکې کړې دي.

پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون له ١٥مې نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سختدريځه وسله والو پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي.

دا عمليات تر هغې وروسته پيل شول، چې پاکستاني وسله والو طالبانو د کراچۍ پر هوايي ډګر د خونړي وسله وال بريد مسووليت ومانه، چې پکې د امنيتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ٣٠ کسان وژل شوي وو.

پاکستاني ځواکونه همداراز ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې يې تر دې دمه د کورنيو او بهرينو وسله والو لسګونه مرکزونه او د بم جوړونې ٢٧ فابريکې او لسګونه ټنه بارود هم له منځه وړي دي.

که څه هم پاکستانى پوځ په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه د دوى ددغې ادعا پخلى نه دى کړى.

د شمالي وزيرستان يوه ځايي خبريال د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې:

"په سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو د عملياتو په اړه کره معلومات نه شي ترلاسه کولاى، ځکه چې دوى شمالي وزيرستان ته خبريالان او ځايي خلک نه ورپرېږدي."

شمالي وزيرستان د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبآيلي سيمه ده، په دې کې د پاکستانيو طالبانو په ګډون د القاعدې او حقاني شبکې ډېرى جنګيالي هم دېره دي او د پاکستان پوځ وايي، چې په سيمه کې يې د حقاني او القاعدې شبکې په ګډون د هغو ټولو وسله والو پرضد له توپير پرته عمليات پيل کړي، چې له دې ځايه ترهګريز فعاليتونه کوي.

خو د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي بيا په دې باور دي، چې د پاکستانيو ځواکونو د پوځي عملياتو حقيقت به هغه مهال څرګند شي، چې په سيمه کې عمليات پاى ته ورسېږي او بې کوره شوي خلک خپلو سيمو ته ستانه شي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG