د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي دولت وسله والو له یوه بل امریکايي خبریاله سر غوڅ کړ


پر انټرنټ خپره شوې یوه ویډیو کې چې پکې د اسلامي دولت وسله وال ښکاري، د یوه امریکایي خبریال سټیفن ساټلوف سر پرې کوي.

دا تردوو اونیو په لنډه موده کې دوهم امریکایي خبریال دی چې د داعش په نوم وسله وال یې سر ورغوڅوي.

د امریکایي خبریال سټیفن ساټلوف د غره غره کولو ویډیو د سېشنبې پر ورځ خپره شوې چې په یوه دښته کې نارنجي کالي اغوستي ۳۱ کلن ساټلوف ښيي.

یو مولوهلی« پټمخی» وسله وال، په ویډیو کې ښکاري چې د اسلامي دولت پر وسله والو د امریکا بریدونه غندي او د ساټلوف غاړه غوڅوي.

وسله وال بیا یو بل برمته شوی معرفي کوي او وایي، چې دا ډېویډ هېنز نومیږي او د بریتانیا وګړی دی.

وسله وال حکومتونو ته خبرداری ورکوي چې د اسلامي دولت پر ضد د امریکا له اتحاده ووځئ.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې امریکایي چارواکي د دې راپور څېړنه کوي.


د دې وزارت ویاندې جین ساکي د ویډیو ترخپریدو وروسته په واشنګتن کې رسنیو ته وویل:

″موږ د یوې ویډیو راپورونه لیدلي دي چې ادعا کوي د سټیفین ساټلوف په نوم یو امریکایي د شام او عراق د اسلامي دولت د وسله والو له لوري وژل کیږي.

د حقیقت موندلو لپاره به استخباراتي ادارې ژرترژره پردې کار وکړي.

که چېرته دا ویډیو حقیقي وي نو موږ له دې وحشي عمله چې د یوه بل بې ګناه امریکایي ژوند اخلي، پوزې ته رسېدلي یوو.

د ساټلوف له کورنۍ سره خواخوږي کوو او کله چې نور معلومات ترلاسه کړو هغه به هم خپاره کړو.″

د بریتانیا وزیر اعظم ډیویډ کامرون د ساټلوف سر غوڅول وغندل او هغه یې یو یو خواشینونکی او ناوړه عمل وباله.

ساټلوف دوهم امریکایی خبریال دی چې د اسلامي دولت وسله وال یې په چاړه سر پرې کوي.

لومړې ویډیو د اګست په ۲۰ خپره شوه چې پکې یې د جیمز فولي سر پرې کړ.هغه وخت یوه سړي چې مخ یې پټ و خبرداری ورکړی و، که واشنګتن په عراق کې پر دوی له هوایي بریدونو لاس وانه خلي ساټلوف به هم ووژني.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي د دې سوال په ځواب کې چې د داعش یا د شام او عراق د اسلامي دولت وسله وال به امریکا وځپي، وویل:

″پرته له څه شکه چې موږ غواړو چې داعش له مځه یوسو، خو دا د یوې شپې هڅه نه ده.″

ساټلوف د ټایم مجلې لپاره او د نشنل انټرسټ او فارین پالیسي خپرونو لپاره خبریالي کوله دی د ۲۰۱۳ کال په اګست کې په سوریې کې برمته شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG