د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کونړ بیا له پاکستاني لوري توغندي لګېدلې


د کونړ پر ولایت یو ځل بیا د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې سل توغندي ویشتل شوي دي.

د دې ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل مشال راډیو ته وویل، چې دغه توغندي بېګا پر شیګل او دانګام ولسوالیو لګېدلي دي چې تلفات یې نه دي اړولي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادو توغندیو له ویرې لس کورنۍ له خپلو سیمو خوندې امن ځایونو ته کډه شوي دي.

له تیروڅلورو کلونو راهيسې پر کونړ، نورستان او خوست ولایتونو د پاکستاني ملیشو د توغندیزو په بریدونو کې سلګونه له امله لس ګونو تنو ته مرګژبله اوښتې او په سلګونو کورنیو خپلې سیمي پرېښې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG