د لاسرسي ځای

پولیس چارواکي وایي، پېښه نن ګهیځ »شورو ورځ» د کراچۍ په حساسه سیمه نرسرۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې کله ناڅرګندو وسله والو د پولیسو پر یوې ځایي پوستې د لاسي بم برید وکړو.

په کراچۍ ښار کې په دې ورستیو کې پر پولیس سرتېرو دا ډول بریدونه زیات شوي. پولیس چارواکي وایي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې نزدې ۱۲۰ پولیس سرتیري او افسران د وسله والو په حملو کې وژل شوي دي.

د دې پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG