د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کراچۍ پښتانه د عمران خان په ملګرتیا پښېمانه دي'


د تحریک انصاف مشر عمران خان
د تحریک انصاف مشر عمران خان

پښتنو زیاتره ووټونه تحریک انصاف ته په ورکولو دوی د ایم کیو ایم ګوند مخالفت پر سراخیستی دی، خو اوس دوی په خپله پرېکړه پښېمانه دي.

کراچۍ :د کراچۍ پښتون میشته سيمو هغه خلک چې د ۱۱ مئ ۲۰۱۳ په ټولټاکنو کې یې د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو ته رایې ورکړي دي، په دې ورستیو کې دتحریک انصاف او ایم کیو ایم ګوندنو په سیاسي نزدېکت خپه دي.

د کراچۍ د پښتنو له ګڼ مېشتې سيمې پي ایس ۹۳ څخه د تحریک انصاف ګوند کاندید حفیظ الدین بریالی شوی دی. د دغې حلقې د میټروېل سېمې څو ځوانانو مشال ریډویو ته ویلي، د ټولټاکنو پر مهال تحریک انصاف ګوند د بدلون نارې وهلې، او هم یې ځان د ایم کیو ایم ګوند پر ضد بللو، نو ځکه ورته دوی رایي ورکړې. د افتخار په نوم یو تن وایي

((دا زما د ژوند لومړنی ځل و چې ما ووټ ورکړو، هغه مې هم تحریک انصاف ته ورکړو، هغوی د بدلون خبره کوله، له دې یې لویه خبره دا کوله چې عمران په لندن کې د کراچۍ د پښتنو د ټولوژنې په اړه د لندن عدالت ته ځي، د اتوار پر ورځ چې ایم کیو ایم او زموږ پي ټي ای په یوه ورځ هړتال وکړو نو دا موږ ګڼو چې اوس دواړه د یو بل سره غاړه (یو) شوي دي، له دې سره زما زړه مات شو))

د محمدعلي په نوم یو بل ۲۰ کلن ځوان وایي

((ما که حفیظ الدین ته ووټ ورکړی دی نو ما د عمران خان له وجې ورکړی دی، موږ ویل دا نوې پارټۍ ده، دوی به کار وکړي، په کراچۍ کې د پښتنو ابادیانې به جوړې کړي، دلته د ایم کیو ایم علاقې ابادې دي او د پښتنو علاقې ورانې دي، خو ما چې پرون (یکشنبې) په ورځ د دواړو پارټیو یو ځای احتجاج ولیدو نو پوهه شوم چې زما ووټ هسې ضایع شوی دی ))

د کراچۍ د پښتنو ځینې ګڼ میشته نورې سېمې لکه سلطان اباد، هجرت کالونۍ، نیلم کالونۍ په پي ایس ۱۱۲ کې شاملې دي، له دې حلقې د تحریک انصاف خرم شیرزمان د ایم کیو ایم ګوند کاندید ته د سختې مقابلې وروسته بریالی شوی دی، د دغو علاقو خلک وایي یو خو تحریک انصاف په سیند صوبه کې په اپوزیشن کې ګوندونو کې دی چې له امله یې د دوی په سيمه کې پرمختیایي کارونه نه کېږي او له بلې خوا په دغه حلقه کې د پښتنو زیاتره ووټونه تحریک انصاف ته په ورکولو دوی د ایم کیو ایم ګوند مخالفت پر سراخیستی دی، خو اوس دوی په خپله پرېکړه پښېمانه دي. د سیمي یو سماجي مشر حاجي صادق په دې اړه وایي

((زموږ له ایم کیو ایم سره هېڅ دشمني نشته، خو زموږ په کراچۍ د دوی (ایم کیو ایم ) سره له ډېره وخته راهسې اختلافات دي، د کراچۍ پښتانه هغه چاته ووټ ورکوي چې د ایم کیو ایم سخت مخالفت کوي، زموږ دا حلقه (پي ایس ۱۱۲ ) مخکې هر ځل ایم کیو ایم ګټلې ده خو دا ځل ټولو پښتنو تحریک انصاف ته ووټونه ورکړل، عمران خان له پښتنو د ایم کیو ایم پر ضد نارو ووټونه واخیستل او اوس دا دی ورسره یو شو، دې کار پښتانه یوازې کړل ځکه موږ پښیمان یو))

د دې سېمې یو ځوان محمداشرف وایي ده د نوي پاکستان جوړولو په ناره عمران خان ته ووټ ورکړی و، خو اوس ورته مالومه شوه چې د عمران خان نوی پاکستان هغسې نه دی چې ده فکر کاوه

(( دوی(تحریک انصاف) دې اول نوی خیبر پښتونخوا جوړه کړي، هلته دې سکولونه، کالجونه، یونیورسټۍ، بجلي او هسپتالونه جوړ کړي، نو دا به مثال شي او پنځه کاله وروسته به ټول خلک عمران خان ته ووټونه ورکړي، خو اوس موږ ته مالومه شوه چې په نوی پاکستان کې دغه ټول څیزونه نشته، بلکې ټولې درنې(احتجاجي ناستې) پکې دي))

بلې خوا د تحریک انصاف ګوند د سیند صوبې ویاند دواخان صابر مشال ریډیو ته ویلي، دوی له ایم کیو ایم سره اتحاد نه دی کړی، د هغه په وینا ایم کیو ایم د تحریک انصاف د جایزو غوښتنو ملاتړ کړی دی.

یاده دې وي عمران په لومړي ځل د کراچۍ په پښتنو کې هغه مهال شهرت وموند کله چې نوموړي د ۱۲ مۍ په خونړۍ پېښه د ایم کیو ایم ډلې د مشر الطاف حسین پر ضد په لندن کې د مقدمې جوړولو اعلان وکړو، که څه هم عمران خان یاده مقدمه تراوسه نه ده دایره کړې خو بیا هم نوموړی د کراچۍ په پښتنو کې د ایم کیو ایم ګوند ضد بلل کیدو.

XS
SM
MD
LG