د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پارلمان مخې ته مظاهره چیان ترهګر دي'


د پاکستان کورنیو چارو وفاقي وزیر چوهدري نثار علي خان
د پاکستان کورنیو چارو وفاقي وزیر چوهدري نثار علي خان

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود اڅکزي وويل، چې امنيتي ځواکونه دې ژر تر ژره د پارليمان له مخې احتجاجيان وشړي ځکه د دوی فعل د مظاهرې نه بلکې د ترهګرۍ بڼه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر چوهدري نثار علي خان ويلي دي چې د پارليمان مخې ته مظاهره کوونکې ترهګر دي او له دوی سره بېلا بيلي وسلې دي. نوموړي نن د پاکستان د پارليمان ګډې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې دوی د حکومت په ضد بغاوت ته رواتلي دي.

((دلته ۱۵۰۰ يا پاوکم ۲۰۰۰ ناست کسان روزل شوي ترهګر دي. دوی له يوې عسکري ډلې څخه راغلي دي. په داسې حالاتو کې چې ټول قام او پارليمان يوې خوا ته ولاړ دی او يوه ډله بلې خوا ته ولاړه ده. زما په اند بايد هيڅوک شک ونکړي چې قوم له چا سره ولاړ دی، قوم له منتخب پارليمان سره ولاړ دی.))

تر دې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف مرکزي مشر جاويد هاشمي غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د جمهوريت او آيين ساتنه به کوي او عمران ته هم دا ويلي و چې مظاهرچيان به د پارليمان پر لور نه لېږي خو هغه داسې ونکړل.

پر دې مهال د جمعيت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان وويل چې پارليمان ته سپکاوی د ټول قام سپکاوی دی. نوموړي وويل چې وزيراعظم نواز شريف دې په هيڅ صورت استعفا نه ورکوي.

بلخوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود اڅکزي وويل چې د پاکستان په تاريخ کې دا ځل ټول پارليمان متحد او په يوه خوله شوی دی. نوموړي زياته کړه چې امنيتي ځواکونه دې ژر تر ژره د پارليمان له مخې څخه احتجاجيان وشړي ځکه د دوی فعل د مظاهرې نه بلکې د ترهګرۍ بڼه لري.

((ترهګر د خپلو مقاصدو لپاره ترهه خوروي او خلک مجبوروي چې د دوی اېجنډا خپله کړي. دا مظاهره نه ده بلکې دا سوچه ترهګري ده. زموږ امنيتي ځواکونو اوس هم طاقت لري، نواز شريف يا بل څوک دې د پوځ پرته اېف سي، پوليس او نيمه پوځي ځواکونو ته امر وکړي چې په خالي لاسونو دې د مظاهرچيانو تلاښي واخلي او له دې ځايه دې دباندې وغورځوي.))

پولیسو په تیرو دریو ورځو کي په اسلام آباد کي له مظاهره کوونکو سره چې د وزيراعظم د استعفی غوښتنه کوي، نښتې کړیدي.


وزيراعظم د استعفی د غوښتنې پر وړاندی مقاومت کوي، خو د مظاهرو تنظیموونکي مشران عمران خان او طاهر القادري هم له خپل دریځه ندي په شا شوي.


د شنبې په ورځ د پولیسو او مظاهرچيانو ترمنځ په نښتو کي درې مظاهره کونکې ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شویدي. مظاهره کوونکو هڅه کوله چې وزيراعظم هاوس ته ته داخل شي.

XS
SM
MD
LG