د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له بده مرغه نن هم په ملک کې د حکومت ړنګولو تصوور موجود دی'


د پي ټي آی مرکزي صدر سید جاوېد هاشمي
د پي ټي آی مرکزي صدر سید جاوېد هاشمي

جاوېد هاشمي وویل، چې کله تاسو قامي اسمبلۍ او سېنېټ له پامه غورځوئ نو د حکومت راپرځولو غږونه به هرومرو راپورته کېږي.

په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف او عوامي تحریک د احتجاجونو په ترڅ کې په پاکستان کې د رامنځ ته شوي اوسني سیاسي کړکېچ په باب د پارلمان رابلل شوې ګډې غونډې ته په خپله وینا کې د پي ټي آی مرکزي صدر سید جاوېد هاشمي «چې اوس عمران له خپله ګونده اېستلې» وویل، چې له بده مرغه اوس هم په پاکستان کې د حکومت دننه بدلو تصوور موجود دی.

هغه وویل چې ولې د پاکستان منتخیب وزیر اعظم نواز شریف له تېرو ۱۴ میاشتو د پاکستان تر ټولو معزز اېوان سېنېټ ته نه دی تللی، سېنېټ د پاکستان د ټولو قامونو یو متحرم اېوان دی. دی ولې نه ورځي؟

جاوېد هاشمي وویل، چې کله تاسو قامي اسمبلۍ او سېنېټ له پامه غورځوئ نو د حکومت راپرځولو غږونه به هرومرو راپورته کېږي.

هغه وویل چې د پاکستان سیسټم کې خرابي ده چې لا هم پر ستونزو بری نشو موندلای. ده زیاته کړه چې نواز شریف له تېرو ۳۱ کالونو راهیسې په واک کې دی، لېکن د هېواد ستونزې هوارې نشوې. زموږ پارلماني نظام کمزوری دی، د خلکو مشکلات هوار نشول، نو په داسې حالاتو کې چې درېیم قوت راشي ولس هغه ته هرکلی وايي.

ښاغلي هاشمي وویل، له عمران سره اوس هم ګڼ ځوانان ملګري دي. عمران خو بیا هم نظام مني، خو قادري له کېرن سره راغلی نظام ړنګوي. ما عمران خان ته وویل هغه خو د هغ نظام خلاف دی چې ته به یې چلوې نا څنګه موږ له قادري ملا سره ملګري شو.

په ۱۹۸۵م کال جنرل ضیاءالحق په دې اېوان کې له مردانه د جماعت اسلامي غړي مولانا ګوهر رحمان ته وویل، ته څوک یې چې د ملک صدر خبرې کوي او ته په منځ کې رالوېږي. نو زه پورته شوم، ما ورته وویل، دا د ولس ټاکلی استازی دی، او ته د ټوپک په زور پر دې چوکۍ ناست یې، ته بهرنۍ یې او دا د دې پارلمان غړی دی.

د قادري په باب سید هاشمي په خپله وینا کې وویل، چې یوه ورځ مولانا قادري کور ته وروغوښتلم نو راته ویې ویل چې موږ د مدینې واله په نامه یو تحریک جوړ کړی نو زموږ وزیر اعظم به ته یې او زموږ په ډله کې راسره ملګری شه. نو ما قادري ته وویل ته خو تل خوبونه وینې، یوه ورځ به دې خوب لیدلی وي چې هاشمي مرتد دی نو بیا به زه چېرته ځم.

نوموړي په خپله وینا کې له پارلمانه د استعفا ورکولو اعلان هم وکړ او ویې ویل چې خپل ولس ته بیرته ځي که هغوی وټاکلی بیا به راشي.

XS
SM
MD
LG