د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځانمرګي بريد د ملي اردو دوه تنه سرتيري وژلي


Afghanistan -- Afghan National Army Soldiers in Mazar e Sarif, Capital City of Balkh Province, February 1, 2010
Afghanistan -- Afghan National Army Soldiers in Mazar e Sarif, Capital City of Balkh Province, February 1, 2010

د ننګرهار ولايت مطبوعاتي مسوول، احمد ضیاعبدالزي مشال راډيو ته وويل:
نن ( سیشنبه) شاوه خوا لس بحې د غني خيلو ولسوالۍ اړوند د اوه ويشتمې ويالې په سيمه کې يوه ځانمرګي بريدګر له موټر نه په استفاده د ملي اردو په سرتيرو بريد کړی چې په نتیجه کې يې د ملي اردو دوه تنه سرتيري وژل شوي او يو تن محلي پوليس او يو تن ملکي وګړی په کې ټپیان شوي دي.

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په يوه ټیلفوني پيغام کې دعوه کړې چې په یاد بريد کې يې شپږ تنه سيمه ييز پوليس وژلي او لس تنه يې ټپیان کړي، خو دولتي چارواکي د طالبانو ادعا ردوي.






د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG