د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهاريان: د ټاکنو پايلې دې ژر تر ژره اعلان شي


د ننګرهار ولسونو د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کميسيون او ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د ټاکنو پايلې ژر تر ژره اعلان کړي.

د ننګرهار ولسونو د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کميسيون او ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د ټاکنو پايلې ژر تر ژره اعلان کړي.

د ننګرهار ولايت د بیلابيلو قومونو په سلګونو تنو استازو، د مدني ټولنو يو شمير غړو او د پوهنتون يو شمير استادانو د يوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه غوښتنه وکړه چې د ولسمشرۍ د ټاکنو کړکيچن بهير ته خاتمه ورکړي او د ټاکنو پايلې ژر تر ژره اعلان کړي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي نصرت الله ارسلايي په خپلو خبرو کې وويل چې که د ټاکنو پايلې ژر تر ژر اعلان نه شي، دوی به مدني حرکتونه پيل کړي.

« زموږ حوصله او برداشت نور نه شته دی، زه نن د رسنيو له لارې غږ کوم د انتخاباتو په خپلواک کميسيون باندې، د شکاياتو په کميسيون باندې او په څنګ کې په ملل متحد باندې. ورځ په ورځ تاريخونه بدليږي، موږ له دې ځايه تاسو ته وايو چې ژر تر ژره د انتخاباتو نتيجه اعلان کړئ. او که نه يې اعلانوئ، د ننګرهار ولسونه به پس له دې خپلو مدنو ټولنو ته حرکت ورکوي او په دنياوالو به غږ کوي چې دا ملک نور د تشنج خواته ځي، د دې ذمه وار به هم دنیاوال وي او هم د انتخاباتو کميسيون.»

د خوګيانو ولسوالي يو تن قومي مشر ګل محمد لقماني په خپلو خبرو کې په ولسونو غږ وکړ چې د خپل حق غوښتنه وکړي.

« خبره مې دا ده چې متحد شئ، متفق شئ، د خپلو د رايو پوښتنه وکړئ، د خپل حق غوښتنه وکړئ، دا که مو د سر په بدله وي که د مال. د مال نه تير يو خو د خپل حق نه د فاسد په مقابل کې نه تيريږو.»

د مومندو قوم په استازيتوب ډاکټر صدیق مومند چې ټاکنو په بهير کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين غړی هم و، په خپلو خبرو کې په ډاکټر اشرف غني احمدزي غږ وکړ چې ايتلافي حکومت ته غاړه کينږدي.

« زه له دې ځای نه غږ کوم په ډاکټر صاحب اشرف غني باندې چې ته هيڅ چا ته هم محتاج نه يې، نه درسره موږ ايتلافي حکومت منو، نه د چا ممتاز پوستونه منو او نه دغه مجرمان چې زموږ ټول ارزښتونه يې پايمال کړي دي، دا په دې حکومت کې درسره نه منو. که چيرته تا بيا د مصلحتونو نظام رامنځته کړو، څنګه چې مخکينۍ بدبختۍ په موږ مسلطې وې، بیا به هم د همدغسې بدبختيو سره مخامخ يوو.»

د غونډې په اخر کې په شپږو مادو کې يو پريکړه ليک هم ولوستل چې په يوه ماده کې يې له ملګرو ملتونو له دفتر (يونما) غوښتي وو چې په ټاکنو کې دې خپله بې طرفي وساتي، د کوم لوري د تهديد او فشار له امله دې د هغوی ناروا او غير قانوني غوښتنې په پام کې نه نيسي او د يوه خپلواک څارنيز ارګان په توګه دې خپل ناپيلی نړیوال رسالت تر سره کړي.

XS
SM
MD
LG