د لاسرسي ځای

یوه لسیزه وړاندې د روسيې بسلان ښوونځي کې ټولوژنه


د بسلان پر پيښه یوه لسیزه تیره شوه خو د څيړنو کومه پایله لا نده څرګنده شوې خو نادیا وايي: دا تروریستي حمله زموږ د ژوند کیسه ده . موږ یې په یاد ساتو او ژوند ته دوام ورکوو.

په بسلان کې پر ابتدايي ښوونځي د وسله والې حملې لس کاله ووتل، خو د دې سیمې اوسیدونکي لا هم د هغې خونړۍ پېښې تر اغیز لاندې ژوندي کوي.

لس کاله مخکې د ۲۰۰۴ [میلادي] د سپټمبر میاشتې پر لومړۍ ورځ د روسیې شمالي قفقاز د چیچنیا سیمې [بسلان] پر ابتدايي ښوونځي په ترهګرهي حمله کې د ۱۸۶ کوچنیانو په ګډون لږترلږه ۳۳۴ تنه وژل شوي ول.

نادیا ګوریوا هغه مور ده چې په هاغه ترهګره پېښه کې يې دوه ماشومان وژل شوي ول.

دې په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال ټام بالمفورت ویلي، د بسلان له خلکو سره یې یوه لسیزه په ویر کې تېره کړې ده.

نادیا ګوریوا: تر هغې ظالمانه پېښې وروسته، هر چا خپل ژوند ته د نوي مفهوم ورکولو هڅه کړې. هر وګړي کوشش کړی چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره یو هدف پيدا کړي، که نه د هدیرې د خلکو سره یوځاي شي.

د بسلان اوسیدونکې نادیه ګوریوا د ۲۰۰۴ [میلادي] کال د سپټمبر پر ګهیځ د خپلو دریو ماشومانو بوریس، ویرا او ایرینا سره یوځای ښوونځي ته تللې وه.

د ښوونځي د پیل په مناسبت ټاکل شوې وه چې د لومړي ټولګیو ماشومان د سیمیزې فلکوریکې نڅا او سندرو په یوه ننداره کې برخه واخلي.

نادیا وايي، ماشومانو ته یې د مېلې کالي وراغوستي ول.

خو د نندارې تر پيل مخکې پر ښوونځي تروریستي حمله وشوه او حمله کونکو وسله والو، د نادیې د دوو کوچنیانو بوریس او ایوا په ګډون لږترلږه یولس سوه زده کونکي او ښوونکي ورسره یرغمل کړل.

بوریس او اویوا دوې ورځې لا هم د یرغملکونکو په ولکه کې ول او ژوندي وو خو په دوهمه ورځ په چاودنه کې ووژل شول.

نادیا د خپلو کوچنیانو د وژل کېدو عیني شاهده وه خو وايي چې د خپل درېیم ماشوم ایرینا د ژغورولو لپاره یې ځان غلی نیولی وو او نه یې ژړل.

نادیا وايي، تر پېښې وروسته د وژل شوو ماشومانو د کورنیو حالت ډير خراب وو او زیاتو پلرونو ځانونه ووژل.

نادیا : ځیني خلک له دې ځایه ووتل چې ژوند بدل کړي. ځینو کسانو خپل ژوند د پېښې په اړه څيړنو ته وقف کړ. ځينې نور لا هغسې ژاړي او په هدیره کې اوسي. زه خپل غم له ځان سره ساتم او نه غواړم چې نور خلک متاثر کړم. په حقیقت کې موږ ټول ویرجن یو. ډیرو خلکو ځانونه ووژل. ښکاره ده چې هغوی د ژوند کوم هدف پيدا نه کړ خو ما چاره نه درلوده ځکه باید د خپلې کوچنۍ لور لپاره ژوندۍ پاتې شوی واي. هغې به هر وخت راته کتل چې ونه ژاړم نو د هغې لپاره مې حتی ژړلاي هم نشوای.

نادیا څلور پينځوس کلنه ده او تقریبا ۳۶ کاله یې د بسلان په ابتداييه ښوونځي کې د لومړۍ ټولګي زده کونکو ته درس ورکړی دی.

د بسلان پر ابتدايیه ښوونځي حمله کونکو تروریستانو غوښتنه کړې وه چې د یرغمل شویو زده کونکو او ښوونکو د ازادۍ په بدل کې روسي ځواکونه له چیچنیا ووزي.

پر پيښه یوه لسیزه تیره شوه خو د څيړنو کومه پایله لا نده څرګنده شوې خو نادیا وايي: دا تروریستي حمله زموږ د ژوند کیسه ده . موږ یې په یاد ساتو او ژوند ته دوام ورکوو.

د نادیا په وینا ، هغو کسانو چې دا پيښه نه شوای زغملای، د هدیرې له خلکو سره یو ځاي شول چې د دې خاوند هم په کې دی.

نادیا: هغه ونه توانید چې تر پيښې وروسته خپل ځان راغونډ کړي. هغه الکولو ته پناه وروړه څو دا غمیزه هیره کړي او الکولو هغه ختم کړ.

XS
SM
MD
LG