د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: خبریالانو د ملګرو د وژنې پر ضد د اسمبلۍ له غونډې باييکاټ وکړ


د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته د خبریالانو احتجاج
د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته د خبریالانو احتجاج

د پنجشنبې په ماښام د کوټې په کبیربلډينګ کې د خبري آژانس آن لاين پر دفتر تر برید وروسته د خالي په ورځ غرمه مهال يو شمېر خبریالانو د بلوچستان اسمبلۍ له غونډې علامتي باييکاټ وکړ.

خدای نور ناصر

کوټه: د پنجشنبې په ماښام د کوټې په کبیربلډينګ کې د خبري آژانس آن لاين پر دفتر تر برید وروسته د خالي په ورځ غرمه مهال يو شمېر خبریالانو د بلوچستان اسمبلۍ له غونډې علامتي باييکاټ وکړ. خو کله چې خبریالانو تر يو ساعت پورې انتظار وکړ. او هیڅ يوه د اسمبلۍ غړي یا وزیر د دوي پوښتنه ونه کړه نو خبریالانو نه يواځې د اسمبلۍ له غونډې بلکې تر دريو روځو پورې له ټولو سرکاري غونډو د باييکاټ اعلان وکړ.

د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته خبریالانو د خپلو وژل شويو ملګرو د قاتلينو د نیولو غوښتنه کول، او هم يې د صوبايي حکومت، اسمبلۍ او پولیسو پر ضد شعارونه ورکړل.

احتجاج کوونکو خبریالانو ته په خپله وینا کې د کوټې د مطبوعاتي کلب جنرل سیکريټري عبدالخالق رند وویل ، د دوي تر څلوېښتو پورې ملګري وژل شوي خو هيڅ يوه حکومت يې تر اوسه يو قاتل هم نه دی نیولی.

هغه وویل ً دا کومه لومړنۍ پېښه نه ده. او نه هم موږ په لومړي ځل په سړکونو احتجاج کوو. موږ له تېرو څو کلونو راهیسې احتجاجونه کوو. په بېل بېل سیمو او بېل بېل پېښو کې موږ تر څلوېښتو پورې خپل ملګري بایللي. او د مړيو په پورته کولو ستړي شوي يو. لاکن نه هم مخکيني صوبايي حکومت او نه هم اوسني صوبايي حکومت زموږ د حفاظت لپاره کوم قدمونه پورته کړيديً.

يو بل مشر خبریال محمد کاظم بیا احتجاج کوونکو ته وویل، له دې حکومته د قاتلینو د نیولو خواست بې معنا دی او د دوي مخې ته احتجاج کول هم هيڅ معنا نه لري.

محمد کاظم زیاته کړه ، ً د دې حکومت او انتظاميې مخې ته احتجاج کول زموږ د وژل شويو خبریالانو د وينو توهين دی. دا دومره بې حسه خلک دي، چې زموږ ملګري په وينو کې لت پت پراته وو، او د ژوند اخري سلګۍ يې وې، لاکن څوک نه وو، چې روغتون ته وړي وای. زموږ حکومت په يو کروړ او څلوېښت لکه روپيو خپل ځان ته جهاز اخیستلای شي، لاکن دلته د ریسکيو نظام د ښه کولو لپاره له دوي سره هيڅ پېسې نشتهً.

د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته تر يو ساعت احتجاج او شعارونو وروسته خبریالانو د اسمبلۍ له غونډې مکمل باييکاټ وکړ. او د کوټې په مطبوعاتي کلب کې يوه بېرنۍ غونډه راوغوښته، چې په کې پرېکړه وشوه، چې لږ تر لږه تر دريو ورځو پورې ټولې چاپي او برقي رسنۍ له هرقسم سرکاري غونډو باييکاټ کوي، او د حکومت هيڅ خبرونه به نه خپروي.

د ویلو وړ ده چې د پنجشنبې په ماښام نامالومه وسله والو د آن لاين خبري آژانس پر دفتر برید وکړ، او ددغه آژانس د بیورومشر ارشاد مستويي، د هغه خبریال عبدالرسول کوکي او اکاونټينټ محمد يونس درېواړه يې ووژل. چې تر هغه وروسته د کوټې په شمول په ټول پاکستان کې د خبریالانو اتحاديو احتجاج اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG