د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال: که حکومت موږ نه ستنوي نو په خپله وزیرستان ته ځو


د شمالي وزیرستان کډوال
د شمالي وزیرستان کډوال

د شمالي وزیرستان کډوالو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د دې لپاره یو لوی لاریون کړی دی چې حکومت دي دوی خپلو سیمو ته ستانه کړي.

عمردراز وزیر

بنو: د شمالي وزیرستان کډوالو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د دې لپاره یو لوی لاریون کړی دی چې حکومت دي دوی خپلو سیمو ته ستانه کړي.

د دې لاریون تابیا ً وزیرستان لوستونکو ټولنې ً کړې وه خو د کډوالو تر څنګ ځايي مشرانو ، د سیاسي ګوندونو غړو او په عامو خلکو هم ګډون کړی وو چې د ټولو شمېر په زرګونه وو.

احتجاج کوونکو د پاکستان له حکومته غوښتي چې دوی ته دي زمینه برابره کړي چې بیرته شمالي وزیرستان ته ولاړ شي.

دوی وویل چې پاکستانی حکومت دي هغو سیمو ته خلک ستانه کړي کومې چې له طالبانو پاکې شوې اعلان کړل شوې دي.

د لاریون مشرانو وویل چې که د دوی غوښتنې پورنه شوې نو دوی به د سپټمبر پر لسمه نېټه د وزیرستان پر لور اوږد لاریون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د عملیاتو له کبله شاوخوا لس لکه خلک بې کوره شوي دي چې لویه برخه یې په بنو او خوست کې مېشت دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG