د لاسرسي ځای

په اسلام اباد کې ميشت د سياسي چارو يو بل کارپوه فصيح ذکا بيا وايي، له ملاقات سره په راتلونکي کې د پاکستان په سياست کې پوځ ته د مستقله رول موقع ورکړل شوه.

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف د تحريک انصاف او عوامي تحريک له مشرانو سره پر شوي ملاقات دا وخت په پاکستان کې تود بحث روان دی.

د پاکستان تحريک انصاف او عوامي تحريک له لوري د اګست په څوارلسمه پيل شوی لانګ مارچ او په اسلام اباد کې ناستې هغه وخت يو بل رخ واخیست کله چې د زيارت په ورځ د پاکستان پوځ د بحران په هوارولو کې مداخله وکړه.

د احتجاج کوونکو ګوندونو مشرانو طاهرالقادري او عمران خان چې له لومړي وزير نواز شريف څخه د استعفا غوښتنه کوي د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره وليدل.

دغه ليدنه اوس د پاکستان سياستدانانو او سياسي چارو کارپوهانو د بحث توده موضوع ګرځېدلې ده.

د دفاعي چارو کارپوه عايشه صديقه دا د پوځ لخوا يوه نرمه کودتا ګڼي.

«زما په خيال دا د جمهوريت پر شا د بوتلو يوه ښه طريقه وه چې کاميابه شوه. جمهوري نظام څو قدمه پر شا ولاړ. دا يو ډول نرمه کودتا ده. دوی چې د اوسني حکومت د کمزوري کولو او له پښو اچولو لپاره څه کول غوښت هغه يې وکړل»

پر عمران خان او طاهرالقادري دا تور لګيږي چې د دوی شاته په اصل کې پوځ ولاړ دی نو هم دغې خبرې ته په اشاره سره د سياسي چارو کارپوه خادم حسين وايي چې د احتجاجونو متن چې چا ليکلی و، له پروني ملاقاته دا تور سم ثابت شو.

«پاکستان کې له اوسني جمهوري نظامه داسې امکان راټوکېدلی وو چې د ولسواکۍ پياوړي کولو او د بهرنو چارو په خپل لاس کې د اخیستو هڅې کوي، خو د عمران او قادري له روانو پرلتونو او احتجاجونو دا خبره جوته شوه چې د پاکستان امنیتي اداره[سیکیوریټي ایسټېبلیمشېنټ] دا نه غواړي، او د ولس ټاکلی پارلمان او ټاکلې ادارې لا تر اوسه د کامل او بشپړ واک اخیستو کې بریالۍ شوې نه دي»

په اسلام اباد کې ميشت د سياسي چارو يو بل کارپوه فصيح ذکا بيا وايي، له ملاقات سره په راتلونکي کې د پاکستان په سياست کې پوځ ته د مستقله رول موقع ورکړل شوه.

« جمهوریت یو ډېره ناوړه ماتې وخوړله، او زما په اند د پوځ له پرونۍ لاسوهنې پوځ ځان ته د پاکستان په سیاست کې مستقله ونډه واخیستله»

د پښتو وتلی هنر مند جمال جمال شاه د دغو لانګ مارچونو پر ضد مبارزه پيل کړې وه او غوښتنه يې داوه چې بايد دا مسله په خبرو اترو هواره شي اوس چې د پوځ مشر د خبرو له لارې د مسلې هوارولو هڅې پېل کړې نو آيا دې ګام نوموړی مطمينه کړی دی او که نه؟

«که پوځ د دې لپاره درېمګړی رابلل شوي چې د اوسني پرلت په ترڅ کې د تشدد مخه ونیول شي، نو دا خبره د منلو ده خو که د دې سیاسي لانجې حل پوځ راباسي بیا نو دا غیر جمهوري عمل دی»

په اسلام آباد کې ميشت د دفاعي چارو کارپوه جنرال ريټايرډ طلعت مسود بيا وايې چې پوځ ته کردار ورکولو سره سياستوانانو ځانونه ناکامه ثابت کړل.

«دا دا ښکاره کوي چې په پاکستان کې سياسي قوتونه يو ځل د خپلو ستونزو په حل کولو کې ناکامه شو او مخ يې د مينځګړيتوب لپاره د پوځ پر لور واړولۍ چې په نتيجه کي يې خپل ځانونه پخپله کمزوري کړل»

زياتره کارپوهان پر عمران او طاهرالقادري دا نيوکه کوي چې دوی دا دعوې کوي چې پر جمهوريت یقين لري خو د پارليمنټ قرارداد او د سپريم کورټ تر فيصلو پر ځای زيات اهميت د پوځ و کردار ته ورکړی.

XS
SM
MD
LG