د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په اواران کې شپږ ‌ذکریان ووژل شول


په اوران ولسوالۍ کې پاکستاني سرتېري په ۲۰۱۳م کال د زلزلې وروسته د ګشت پر مهال
په اوران ولسوالۍ کې پاکستاني سرتېري په ۲۰۱۳م کال د زلزلې وروسته د ګشت پر مهال

د بلوچستان د مکران ډويژن په آواران سیمه کې دا کسان هغه مهال وژل شوي، چې د امنيتي چارواکو په خبره پر يوه مزار د دوعا لپاره ولاړ وو.

د بلوچستان په بلوڅ مېشته آواران سیمه کې نامالومه وسله والو د ذکري فرقې په ډزو شپږ تنه وژلي او اووه نور يې ژوبل کړي دي. تر دې پېښې څه موده وړاندې په همدې سیمه کې لښکر خراسان نومې يوې وسله والې ډلې ذکري فرقې او هندو لږکيو ته دړکه ورکړې وه، چې مسلمانان شئ او یا مرګ ته غاړه کښېږدئ.

د بلوچستان د مکران ډويژن په آواران سیمه کې دا کسان هغه مهال وژل شوي، چې د امنيتي چارواکو په خبره پر يوه مزار د دوعا لپاره ولاړ وو. په کوټه کې د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت يوه لوړپوړي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، مشال راډیو ته وویل، نامالومه وسله والو د آواران په زیارت ډن سیمه کې پر شاوخوا پنځلسو هغو کسانو ډزي وکړې، چې يوه مزار ته يې دوعا کوله. د دې چارواکي په خبره په دې برید کې شپږ تنه پر هغه ځای وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي. دا چارواکی زیاتوي، وسله وال تر پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي، خو د سیمې امنيتي چارواکو پلټنې پېل کړېدي.

ذکري فرقه چې په بلوچستان کې يې زیات شمېر په مکران ډويژن کې مېشت دي، ډېری نور يې په د سیند صوبې په کراچۍ او د پاکستان په څنګلوریو هيوادونو ایران او افغانستان کې ژوند کوي. دغه فرقه چې ۴۵۰ څلور نیم سوه کلن تاریخ لري، تاريخوال يې د ملا محمد اټکي پيروکاران يادوي، چې دوي په خپل عبادت کې د خدای تعالی ذکر ته اهميت ورکوي، او د همدې ذکر له امله ورته ذکري يا ذکریان نوم ورکړل شوی.

که څه هم د زیارت ډن سیمې ددې پېښې مسوولیت تر اوسه رسنيو ته کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی، خو څه موده وړاندې په همدې مکران ډويژن کې په بلوچستان کې مېشت ذکري فرقې او هندو لږکيو ته د يوې نوې وسله والې ډلې لښکر خراسان له خوا اختار ورکړل شوی وو، چې، يا مسلمانان شئ يا مرګ ته تیار شئ؛. د سیمې د عيني شاهدانو په خبره دې وسله والې ډلې په بېل بېل سیمو کې پر دېولونو همدا شعارونه ليکلي وو، چې تر هغه وروسته همدا لومړی برید دی، چې په کې د همدې ذکري فرقې وګړي په کې وژل کېږي.

بلوچستان چې له تېرې يوې لسیزې راهیسې په کې امنيتي وضع تر بل هر وخته زیاته خرابه ده، يوې خوا ته ځينو بلوڅو وسله والو له پاکستانه د بېلېدو مبارزه پېل کړې نو بلې خواته په کې ځينې وسله والې ډلې د ترهګرۍ په فرقه ايزه پېښو کې ککړې دي، چې په دې پېښو کې تر ټولو زیات شیعه توکمه هزاره ګان هدف شوي دي.

XS
SM
MD
LG