د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ((نرمه کودتا)) شوې ده


په پاکستان کې داسې خلک شته چې په ریښتیا کودتا نه غواړي. خو ځینې خلک داسې هم دي چې د پېښېدونکو حالاتو په اړه مالومات تر لاسه کول غواړي چې سبا ځان ورته تیار کړي.

په اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه کې ډاکتره عایشه صدیقه لیکي، نن سبا په پاکستان کې خلک یا خو د عمران خان او طاهر القادري د احتجاجي ناستو او لاریون په اړه فکر کوي او یا هم دا اندېښنه لري چې بالاخره به په هېواد کې پوځي کودتا وشي.

په هېواد کې داسې خلک شته چې په ریښتیا کودتا نه غواړي. خو ځینې خلک داسې هم دي چې د پېښېدونکو حالاتو په اړه مالومات تر لاسه کول غواړي چې سبا ځان ورته تیار کړي.

لیکواله وايي، په هر صورت کې دا یو طرفه جګړه ده. دا سمه ده چې د پاکستان ولس د حکومتدارۍ له حالته خوشاله نه دی خو داسې ښکاري چې د عمران خان د احتجاج غږ قصداً لوړ ساتل شوی دی چې نور اوازونه وځپل شي. له دې عمل سره داسې ښودل کېږي چې د پاکستان وجود د عمران خان واک تر لاسه کولو سره تړلی دی. یوازې نوموړی د منتخبېدو حق لري او هغه کسان چې ده ته ووټ یا رایه نه ورکوي، باید ورته بد رد وویل شي.

لیکواله وايي، د دلچسپۍ خبره دا ده چې یو شمېر ټیلي وېژن چینلونه دا احتجاج په مسلسله توګه ښيي او هېڅ سوداګریزې خبرتیاوې یا کمرشلونه نه خپروي. له دې سره دا پوښتنه پیدا کېږي چې سوداګریزې خبرتیاوې نه خپروي نو ټیلي وېژنونه پیسې له کومه کوي؟

ډاکتره عایشه صدیقه وايي، په پاکستان کې د سیاسي بحران له کبله په هغه هېواد کې یو ډول نرمه کودتا وشوه. حکومت که څه هم په طبیعي یا فزیکي ډول موجود دی خو باور ته یې ګوزار رسېدلی دی.

نوموړې لیکي، که سبا هم لاریون کوونکي کورونو ته ستانه شي نو ښايي د حکومت پاتې ټول وخت به پر دې تېر شي چې نړۍ قایله کړي چې دوی د ټول هېواد چارې چلوي. حقیقت دا دی چې وزیراعظم داسې ښکاري لکه د اټومي وسلو لرونکي هېواد پر ځای، د یوې وړې سیمې انتظام چلوي.

ډاکتره صدیقه کاږي، په پاکستان کې دا ځل هم د کودتا امکانات ډېر دي. د دې په اند، یوازې د دې لپاره دا کودتا نه کېږي چې پر دې غور کېږي چې که وشي نو د اوسني حکومت بدیل به څه وي؟ له ځینو ګنګوسو مالومېږي چې د پاکستان د پوځ چارواکي د اوسني حکومت برخلیک په اړه یوه خوله نه دي.

په لیکنه کې راغلي، د پاکستان پوځ په اړه هم دعوې کېږي چې د شمالي وزیرستان په عملیاتو او د هېواد پر مشرقي پوله د تاوتریخوالي د وروستیو پېښو له کبله ښايي له واکه لرې پاتې شي. خو پر دې سربېره، ملکي حکومت به ډېر داسې غیر ضروري رعایتونه ورکوي چې پوځ او د حکومت ضد کسان خوشاله یا وېشلي وساتي.

عایشه صدیقه زیاتوي، په دې ټول صورتحال کې د پاکستان د اقتصادي تاوان په اړه کمې خبرې کېږي. په پنجاب کې واړه او د متوسطې درجې کاروباریان وايي، د لاریونونو تر اعلان وروسته د دوی کاروبارونه په ټپه ودرېدل.

XS
SM
MD
LG